نو د پېغمبر په خبرو يې عمل وکړو، بادشاه هغه کړکۍ کولاو کړه چې د شام طرف ته وه. اليشع ورته وفرمائيل، ”غشے ووله.“ څنګه چې بادشاه غشے وويشتو، نو پېغمبر وفرمائيل، ”تۀ د مالِک خُدائ غشے يې، په کوم باندې چې به شام فتح کړى. تۀ به په افيق کښې د شاميانو سره تر هغې پورې جنګ کوې چې شکست ورکړې.“