Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشوَع 12:1 - Pakistani Yousafzai Pashto

1 بنى اِسرائيلو دوو بادشاهانو له شکست ورکړو، نو د اُردن نمرخاتۀ طرف ته، د ارنون وادۍ نه واخله د اُردن تر وادۍ پورې او هم داسې په شمال کښې د حرمون غر پورې ټول مُلک يې فتح کړے وو او قبضه يې پرې کړې وه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشوَع 12:1
24 Iomraidhean Croise  

د اورى زوئ جابر، د جِلعاد علاقه چې په دې باندې امورى بادشاه سيحون او د بسن بادشاه عوج بادشاهى کړې وه. د دې دولسو نه علاوه په دې ټول مُلک باندې يو حکمران وو.


دا لکه د حرمون د پرخې په شان چې د صيون په غر باندې راوريږى، دا ځکه چې مالِک خُدائ هلته خپلو خلقو ته برکت ورکوى. تر دې چې ابدى ژوندون ورکوى.


او هغۀ د هغوئ مُلک دوئ ته په ميراث کښې ورکړو، د هغۀ مينه ابدى ده.


شمال دے کۀ جنوب تا پېدا کړے دے. تبور او حرمون په خوشحالۍ سره ستا د نوم ثناء صِفت کوى.


د موآب ښځې د ارنون سيند په غاړه باندې د هغه مارغانو په شان دى چې د جالې نه شړلے شوى وى.


هغوئ د هغه ځائ نه بيا لاړل او د ارنون د سيند نه پورىې غاړه يې خېمې ولګولې په هغه صحرا کښې چې د اموريانو د علاقې پورې خوره وه. ارنون د موآبيانو او اموريانو په مينځ کښې د حد پوله وه.


بيا بنى اِسرائيلو د اموريانو بادشاه سيحون ته پېغام وړُونکى ولېږل چې ورته ووائى،


خو بنى اِسرائيلو په جنګ کښې ډېر دشمنان ووژل او د ارنون سيند نه واخله تر يبوق سيند پورې زمکه يې ترې نه ونيوله، خو د يبوق نه وروستو د عمونيانو د علاقې د حد پوله ډېره مضبوطه وه.


مونږ به د اُردن هغه غاړې نه د هغوئ هيڅ جائيداد هم نۀ اخلو، ځکه چې مونږ ته خپله حِصه دلته د اُردن نمرخاتۀ طرف ته مِلاو شوې ده.“


د هغۀ د حُکم لاندې به مونږ د کنعان مُلک ته ورواوړُو او جنګ له به لاړ شُو، خو زمونږ ميراث به د اُردن هم دې غاړې ته وى.“


نو موسىٰ د جاد او روبين او د منسى نيمې قبيلې ته د امورى بادشاه سيحون او د بسن بادشاه عوج ټوله علاقه په حواله کړه، چې په کښې ښارونه او ګېرچاپېره مُلک هم وو.


”کله چې مونږ د موآب نه تېر شوى وُو، مالِک خُدائ مونږ ته وفرمائيل، اوس، روان شئ او د ارنون سيند نه پورې وځئ. زۀ د حسبون امورى بادشاه سيحون او د هغۀ مُلک تاسو له درکوم، په هغۀ حمله وکړئ او د هغۀ مُلک قبضه کړئ.


سيحون د خپلو ټولو سړو سره د يهض ښار سره نزدې زمونږ سره د جنګ دپاره راووتلو.


او بيا، مونږ د بسن علاقې طرف ته لاړُو او د ادرعى ښار ته نزدې د عوج بادشاه د خپل ټول لښکر سره زمونږ سره جنګ دپاره راووتلو.


موسىٰ بنى اِسرائيلو ته د خُدائ پاک قانون او اصُول وښودل.


دا مُلک د ارنون سيند په غاړه، د عروعير ښار نه واخله، د سِريون غرۀ پورې خور وو، کوم چې حرمون دے.


تر دې چې مالِک خُدائ هغوئ او تاسو له هم آرام درکړى او چې هغوئ هغه زمکه ونيسى چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک هغوئ له ورکړې ده. نو بيا به تاسو خپل هغه مُلک ته راشئ او قبضه به يې کړئ چې د اُردن سيند نه اخوا نمرخاتۀ طرف ته دے، کوم چې د مالِک خُدائ خِدمت کوونکى موسىٰ تاسو له درکړے دے.“


هغه علاقه په جنوب کښې د ادوم سره نزدې د خلق غر نه واخله، په شمال کښې د بعل‌جاد پورې او د لبنان په وادۍ کښې د حرمون غر جنوبى طرف پورې خوره شوه. يشوَع د دې علاقې د بادشاهانو سره تر ډېر وخته پورې جنګ وکړو، خو هغۀ هغوئ ټول ونيول او وې وژل.


هغۀ کنعانيانو له چې د اُردن سيند په دواړو طرفونو باندې اوسېدل، او اموريانو، حِتيانو، فرزيانو او د غرونو په مُلک کښې يبوسيانو له هم خبر ورولېږلو او داسې هغه حِويانو له يې هم خبر ورولېږلو چې هغوئ د مصفاه په مُلک کښې د حرمون غرۀ په لمن کښې اوسېدل.


د روبين، جاد او د منسى نيمې قبيلې د مخکښې نه هغه زمکه اخستې وه کومه چې موسىٰ، د مالِک خُدائ خِدمتګار هغوئ له ورکړې وه، دا د اُردن سيند نمرخاتۀ طرف ته وه.


نو چې څنګه هغۀ وعده کړې ده، مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ستاسو خپلو بنى اِسرائيلو له آرام درکړے دے. نو په هغه مُلک کښې واپس خپلو کورونو ته لاړ شئ، کوم مُلک چې د اُردن نمرخاتۀ طرف ته دے، هغه مُلک چې د مالِک خُدائ خِدمت کوونکى موسىٰ درکړے دے.


بيا هغوئ په صحرا کښې روان وُو، د ادوم او د موآب مُلک نه تاوېدل تر دې پورې چې د موآب نمرخاتۀ طرف ته راغلل چې د ارنون سيند بل طرف ته وو. هغوئ هلته خېمې ولګولې، خو هغوئ د ارنون نه پورې نۀ وتل ځکه چې دا د موآب د حد پوله وه.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan