Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشوَع 11:9 - Pakistani Yousafzai Pashto

9 يشوَع د هغوئ سره هم هغه شان وکړل چې څنګه مالِک خُدائ حُکم کړے وو يعنې هغۀ د هغوئ آسونه شل ګوډ کړل او جنګى ګاډۍ يې ورله وسوزولې.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشوَع 11:9
6 Iomraidhean Croise  

د دوئ په پټو خبرو کښې به زۀ نۀ شريکېږم، او نۀ به د دوئ په ډله کښې حِصه اخلم، ځکه چې په غصه کښې دوئ خلق ووژل او دوئ هسې د خوند دپاره غوَيان ګوډ کړل.


داؤد د هغۀ اوولس سوه په آسونو سوارۀ سړى او شل زره عام فوجيان ونيول. هغۀ د سلو جنګى ګاډو دپاره ښۀ ډېر آسونه وساتل او باقى نور ټول يې ګوډ کړل.


”په آرام شئ او په دې پوهه شئ زۀ خُدائ پاک يم، زۀ به په ټولو قومونو کښې اعلىٰ يم، زۀ به په ټوله دُنيا کښې اوچت يم.“


زۀ ستاسو خِلاف يم، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى. زۀ به ستاسو جنګى ګاډۍ وسوزوم، او تُوره به ستاسو ځوانان زمرى ووژنى. زۀ به تاسو ته په زمکه ښکار پرې نۀ ږدم. ستاسو د پېغام ورکوونکو آوازونه به نور نۀ اورېدلے کيږى.


مالِک خُدائ يشوَع ته وفرمائيل، ”د هغوئ نه مۀ يرېږه. سبا تر دې وخته پورې به ما هغوئ ټول د بنى اِسرائيلو دپاره وژلى وى. بيا تۀ به ضرور د هغوئ آسونه ګوډ کړې او د هغوئ جنګى ګاډۍ به وسوزوې.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan