Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشوَع 11:6 - Pakistani Yousafzai Pashto

6 مالِک خُدائ يشوَع ته وفرمائيل، ”د هغوئ نه مۀ يرېږه. سبا تر دې وخته پورې به ما هغوئ ټول د بنى اِسرائيلو دپاره وژلى وى. بيا تۀ به ضرور د هغوئ آسونه ګوډ کړې او د هغوئ جنګى ګاډۍ به وسوزوې.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشوَع 11:6
24 Iomraidhean Croise  

داؤد د هغۀ اوولس سوه په آسونو سوارۀ سړى او شل زره عام فوجيان ونيول. هغۀ د سلو جنګى ګاډو دپاره ښۀ ډېر آسونه وساتل او باقى نور ټول يې ګوډ کړل.


اليشع ورته وفرمائيل، ”مۀ يرېږه، مونږ سره چې څۀ دى نو دا د هغوئ د هر څۀ نه زيات دى.“


سبا چې کله هغوئ د صيص درې ته راشى نو په هغوئ حمله وکړه. تۀ به د هغوئ سره د هغه وادۍ په سر کښې مِلاو شې کوم چې د يروئيل سره نزدې د ځنګل مُلک ته ځى.


”په آرام شئ او په دې پوهه شئ زۀ خُدائ پاک يم، زۀ به په ټولو قومونو کښې اعلىٰ يم، زۀ به په ټوله دُنيا کښې اوچت يم.“


ربُ الافواج خُدائ زمونږ مل دے، د يعقوب خُدائ پاک زمونږ پناه ګاه دے.


هغه په ټوله دُنيا کښې جنګونه ختموى، ليندې او نېزې ماتوى او ډالونه سوزوى.


صادقه انسان نېک ژوند تېروى او د هغۀ راروان نسل بختور وى.


خو ستاسو منصوبه دا ده چې په تېزو آسونو باندې سوارۀ شئ او د خپل دشمن نه وتښتئ. تاسو صحيح يئ، ځکه چې تاسو به تښتئ. ستاسو خيال دا دے چې ستاسو آسونه ښۀ تېزه منډه وهلے شى، خو چې څوک درپسې وى نو هغوئ به ستاسو نه تېز وى.


کوم خلق چې د مدد غوښتلو دپاره مِصر ته ځى نو په هغوئ باندې افسوس. ځکه چې هغوئ د مِصر په لوئ فوجى طاقت، آسونو، جنګى ګاډو او فوجيانو باندې بهروسه کوى. خو هغوئ په مالِک خُدائ باندې يقين نۀ کوى، کوم چې د بنى اِسرائيلو مقدس ذات دے او نۀ ترې نه مدد غواړى.


بيا هغوئ څوک چې د بنى اِسرائيلو په ښارونو کښې اوسيږى به بهر لاړ شى او وسلې به د سوزولو دپاره استعمال کړى او واړۀ او غټ ډالونه، ليندې او غشى، جنګى ډنډې او نېزې به وسوزوى. د اووۀ کالو پورې به هغوئ دا سوزولو دپاره استعمالوى.


اسور مونږ نۀ شى بچ کولے او نۀ مو جنګى آسونه حِفاظت کولے شى. مونږ چې کوم بُتان جوړ کړى دى هغې ته به هيڅکله نۀ وايو چې تاسو زمونږ معبودان يئ. ځکه چې صرف هم تۀ، مالِک خُدائ په يتيم باندې رحم کوې.“


زۀ ستاسو خِلاف يم، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى. زۀ به ستاسو جنګى ګاډۍ وسوزوم، او تُوره به ستاسو ځوانان زمرى ووژنى. زۀ به تاسو ته په زمکه ښکار پرې نۀ ږدم. ستاسو د پېغام ورکوونکو آوازونه به نور نۀ اورېدلے کيږى.


هغه هر يو قوم تباه کړئ په کوم چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو زورَور کړى يئ او چې په هغوئ باندې هيڅ رحم ونۀ کړئ. د هغوئ د معبودانو عبادت مۀ کوئ، ځکه چې دا به ستاسو دپاره يو دام جوړ شى.


مالِک خُدائ يشوَع ته وفرمائيل، ”د هغوئ نه مۀ يرېږه. ما د مخکښې نه تا له فتح درکړې ده. د هغوئ يو کس به هم ستا مقابله نۀ شى کولے.“


دې ټولو بادشاهانو په خپلو کښې اِتحاد وکړو او په يو ځائ راغلل او د بنى اِسرائيلو خِلاف جنګ کولو دپاره يې د ميروم خوَړ سره خېمې ولګولې.


نو يشوَع او د هغۀ ټولو سړو د ميروم د خوَړ سره په هغوئ باندې اچانک حمله وکړه.


يشوَع د هغوئ سره هم هغه شان وکړل چې څنګه مالِک خُدائ حُکم کړے وو يعنې هغۀ د هغوئ آسونه شل ګوډ کړل او جنګى ګاډۍ يې ورله وسوزولې.


يشوَع خلقو ته وفرمائيل، ”ځانونه پاک کړئ ځکه چې مالِک خُدائ به سبا ستاسو په مينځ کښې لوئ کارونه کوى.“


په هغه شپه مالِک خُدائ جدعون له حُکم ورکړو، ”پاڅه او په خېمو حمله وکړه، زۀ تا له په هغوئ باندې فتح درکوم.


هغوئ د يبيس پېغام وړونکو ته ووئيل، ”خپلو خلقو ته ووايئ چې سبا د غرمې نه مخکښې به هغوئ خلاص شى.“ کله چې د يبيس خلقو ته دا پېغام مِلاو شو، نو هغوئ ډېر خوشحاله شول


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan