5 دې ټولو بادشاهانو په خپلو کښې اِتحاد وکړو او په يو ځائ راغلل او د بنى اِسرائيلو خِلاف جنګ کولو دپاره يې د ميروم خوَړ سره خېمې ولګولې.
شاميانو ته پته ولګېده چې هغوئ د بنى اِسرائيلو نه شکست خوړلے دے، نو هغوئ خپل ټول لښکر راغونډ کړو.
اے مالِکه خُدايه څومره ډېر دى دشمنان زما، څومره ډېر راپاڅېدلى دى خلاف زما.
هغوئ چې هغه ښار وليدو نو حق حېران شول، ټول د يرې نه په تېښته وتښتېدل.
اے قومونو، په يره يره کښې راغونډ شئ. اے د دُنيا لرې مُلکونو واورئ. د جنګ دپاره تيار شئ، خو تاسو به چخڼى کړے شئ. آو، تيار شئ، خو تاسو به چخڼى کړے شئ.
نو هغوئ د خپلو ټولو فوجيانو سره راغلل، دا دومره ډېر سړى وُو لکه چې د سمندر په غاړه شګې وى. د هغوئ سره ډېر آسونه او جنګى ګاډۍ هم وې.
مالِک خُدائ يشوَع ته وفرمائيل، ”د هغوئ نه مۀ يرېږه. سبا تر دې وخته پورې به ما هغوئ ټول د بنى اِسرائيلو دپاره وژلى وى. بيا تۀ به ضرور د هغوئ آسونه ګوډ کړې او د هغوئ جنګى ګاډۍ به وسوزوې.“
هغوئ ټول يو ځائ شول او د يشوَع او بنى اِسرائيلو خِلاف يې فوجونه راغونډ کړل.
دا هغه پيريان دى چې معجزې ښائى، هغوئ د دې دپاره ځى چې د دُنيا ټول بادشاهان د قادر خُدائ پاک د لوئ ورځې د جنګ دپاره راجمع کړى.