Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشوَع 11:3 - Pakistani Yousafzai Pashto

3 هغۀ کنعانيانو له چې د اُردن سيند په دواړو طرفونو باندې اوسېدل، او اموريانو، حِتيانو، فرزيانو او د غرونو په مُلک کښې يبوسيانو له هم خبر ورولېږلو او داسې هغه حِويانو له يې هم خبر ورولېږلو چې هغوئ د مصفاه په مُلک کښې د حرمون غرۀ په لمن کښې اوسېدل.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشوَع 11:3
30 Iomraidhean Croise  

لابن دا هم ووئيل، ”مالِک خُدائ دې په مونږ نظر وساتى چې کله مونږ د يو بل نه جدا يُو.“ نو د هغه ځائ نوم مصفاه هم شو.


کله چې د مالِک خُدائ فرښته د يروشلم په تباه کولو باندې وه، نو مالِک خُدائ د خلقو سزا په حقله خپله فېصله بدله کړه او هغه فرښتې ته يې وفرمائيل کومې چې هغوئ وژل، ”بس دے، دا دومره ورله ډېر دى.“ فرښته د يو يبوسى اروناه د درمند سره وه.


بيا هغوئ جنوبى طرف ته د پَخو دېوالونو ښار صور ته لاړل او هم هغسې د حِويانو او کنعانيانو ټولو ښارونو ته هم لاړل او په آخر کښې د يهوداه په جنوبى برخه کښې بيرسبع ته لاړل.


بيا آسا بادشاه په ټوله يهوداه کښې هر چا ته دا حُکم وکړو چې د راما نه هغه کاڼى او لرګى يوسى چې بعشا د دې پَخو دېوالونو جوړولو دپاره استعمالول. د دې سامان سره آسا د مصفاه او جبعه ښار مضبوط کړو چې د بنيامين په علاقه کښې وو.


سليمان د کنعان خلقو د اولاد نه مزدوران جوړ کړل، کوم چې بنى اِسرائيلو د مُلک قبضه کولو په وخت نۀ وُو وژلى. په دې کښې اموريان، حِتيان، فرزيان، حِويان او يبوسيان وُو، چې د هغوئ اولاد تر اوسه پورې غلامان دى.


دا لکه د حرمون د پرخې په شان چې د صيون په غر باندې راوريږى، دا ځکه چې مالِک خُدائ هلته خپلو خلقو ته برکت ورکوى. تر دې چې ابدى ژوندون ورکوى.


شمال دے کۀ جنوب تا پېدا کړے دے. تبور او حرمون په خوشحالۍ سره ستا د نوم ثناء صِفت کوى.


زما ناوې، د لبنان نه ما سره راشه، د لبنان نه ما سره راشه. د امانه د غرۀ د څوکو نه راکوزه شه، د حرمون او د سنير د څوکو نه ما سره راکوزه شه، د زمرو د غارونو او د پړانګانو د غونډو نه راکوزه شه.


زۀ به په خپله په مصفاه کښې اوسېږم او کله چې د بابليانو وفد دلته راشى نو زۀ به ستاسو د طرف نه نمائنده يم. خو په دې وخت کښې تاسو انګور، او د ګرمۍ مېوې، او د زيتُونو تېل په چاټو کښې جمع کړئ، او په کومو ښارونو مو چې قبضه کړې ده په هغوئ کښې اوسېږئ.“


نو بيا يرمياه جدلياه د اخيقام زوئ له په مصفاه کښې واپس لاړو، او هغه په يهوداه کښې د هغه خلقو سره اوسېدلو کوم چې په هغه مُلک کښې پاتې شوى وُو.


او د مصفاه نه ټول قېديان وتښتېدل او د يوحانان مدد يې شروع کړو.


اِسمٰعيل هم هغه ټول يهوديان ووژل څوک چې په مصفاه کښې د جدلياه سره وُو، او هغه بابليان فوجيان هم چې هلته وُو.


عماليقيان د هغه مُلک په صحرا کښې اوسيږى، حِتيان، يبوسيان او اموريان د غرونو په مُلک کښې اوسيږى، او کنعانيان د مديترانى د سمندر او د اُردن سيند سره اوسيږى.“


دا مُلک د ارنون سيند په غاړه، د عروعير ښار نه واخله، د سِريون غرۀ پورې خور وو، کوم چې حرمون دے.


مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به تاسو هغه مُلک ته وردننه کړى چې د کوم قبضه کولو له ورروان يئ او هغه به د دې نه ډېر قومونه وشړى. کله چې تاسو مخ په وړاندې ځئ، نو هغه به اووۀ قومونه وشړى کوم چې ستاسو نه لوئ او طاقتور دى. هغوئ حِتيان، جرجاسيان، اموريان، کنعانيان، فرزيان، حِويان او يبوسيان دى.


هغه علاقه په جنوب کښې د ادوم سره نزدې د خلق غر نه واخله، په شمال کښې د بعل‌جاد پورې او د لبنان په وادۍ کښې د حرمون غر جنوبى طرف پورې خوره شوه. يشوَع د دې علاقې د بادشاهانو سره تر ډېر وخته پورې جنګ وکړو، خو هغۀ هغوئ ټول ونيول او وې وژل.


مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو له په هغوئ باندې فتح ورکړه، اِسرائيليان ورپسې وُو او په شمال کښې تر مسرفات مائم او صيدا او نمرخاتۀ طرف تر مصفاه وادۍ پورې ورپسې وُو. جنګ تر هغې پورې جارى وو چې د دشمن يو کس هم ژوندے پاتې نۀ شو.


په دې کښې د جِلعاديانو، د جسوريانو او د معکيانو علاقې، د حرمون ټول غر او تر سلکه پورې ټول بسن شامل وو.


د جبليانو مُلک، نمرخاتۀ طرف ته ټول لبنان، د بعل‌جاد نه چې د حرمون غر جنوب طرف ته ده د حمات درې پورې.


دلعان، مصفاه، يقتى‌اېل،


خو د يهوداه خلق د دې قابل نۀ وُو چې هغه يبوسيان وشړى کوم يبوسيان چې په يروشلم کښې اوسېدل. يبوسيان تر اوسه پورې هلته د يهوداه د خلقو سره اوسيږى.


مصفاه، کفيره، موضه،


داسې به تاسو ته پته ولګى چې ژوندے خُدائ پاک ستاسو په مينځ کښې دے او کله چې تاسو مخ په وړاندې ځئ نو هغه به ضرور کنعانيان، حِتيان، حِويان، فرزيان، جرجاسيان، اموريان او يبوسيان ستاسو د مخې نه لرې کړى.


بيا په شمال کښې د دان نه واخله په جنوب کښې تر بيرسبع پورې، هم داسې نمرخاتۀ طرف ته د جِلعاد د مُلک ټول بنى اِسرائيل راووتل. قوم د يو تن په شان په مصفاه کښې د مالِک خُدائ په حضور کښې راغونډ شو.


هغوئ تپوس وکړو، ”د بنى اِسرائيلو د ټولو قبيلو نه داسې يوه قبيله شته چې په مصفاه کښې د مالِک خُدائ په حضور کښې غونډې له نۀ وى تلې؟“ هغوئ پوخ قسم کړے وو چې هر څوک مصفاه له نۀ وى تلے نو هغه به وژلے شى.


کله چې هغوئ تپوس وکړو چې د بنى اِسرائيلو په قبيلو کښې کۀ داسې يوه قبيله وى چې هغه په مصفاه کښې غونډې ته نۀ وى تلې، نو هغوئ ته پته ولګېده چې د جِلعاد د يبيس يو کس هم هلته نۀ وو،


په هغه مُلک کښې پينځۀ فلستى ښارونه پاتې شول، ټول کنعانيان، صيدانيان او حِويان چې د بعل حرمون غر نه واخله د حمات درې پورې د لبنان په غرونو کښې اوسېدل.


نو داسې بنى اِسرائيل د کنعانيانو، حِتيانو، اموريانو، فرزيانو، حِويانو او يبوسيانو سره اوسېدل.


سموئيل په مصفاه کښې خلق د مالِک خُدائ په حضور کښې راغونډ کړل


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan