22 د بنى اِسرائيلو په مُلک کښې يو عناقے هم پاتې نۀ شو، اګر چې څۀ عناقيان په غزه، جات او اشدود کښې پاتې وُو.
درې کاله وروستو، د سِمعى دوه غلامان د جات بادشاه د معکه زوئ اکيس له وتښتېدل. نو چې سِمعى خبر شو چې هغوئ په جات کښې دى،
څۀ موده وروستو داؤد بادشاه يو ځل بيا په فلستيانو حمله وکړه او شکست يې ورکړو. هغۀ د هغوئ د قبضې نه د جات ښار او ګېرچاپېره کلى واخستل.
بريعاه او سمع د هغه ډلو مشران وُو چې د ايالون په ښار کښې اوسېدې او هغه خلق يې وشړل چې د جات په ښار کښې اوسېدل.
عُزياه د فلستيانو خِلاف جنګ له لاړو. هغۀ د جات، يبنه او اشدود ښارونو دېوالونه راوغورزول او د اشدود او باقى ټول فلستيه کښې يې د پَخو دېوالونو ښارونه جوړ کړل.
په کوم کال چې د اسور د بادشاه د سرجون په حُکم د اسوريانو د لښکر فوجى مشر په اشدود ښار باندې حمله وکړه او دا يې قبضه کړو،
خو ناګهانه بيا فيليپوس اشدود نومې ښار ته رسېدلے وو، نو ترڅو چې هغه قيصريه ته رسېدو نو په لاره لاره يې په ټولو ښارونو کښې زيرے ورکولو.
د مديترانى د سمندر د غاړې سره دا مُلک په هغه خلقو آباد وو چې هغوئ د کريت د جزيرې وُو. هغوئ عويان تباه کړل، کوم چې اصلى اوسېدونکى وُو او د غزه ښار پورې د هغوئ په ټول مُلک يې قبضه وکړه.
هغه خلق په خپله تکړه او لوړ لوړ دى، هغوئ دېوان دى او تاسو دا خبره اورېدلې ده چې د هغوئ په مقابله کښې هيڅ څوک نۀ شى ودرېدلے.
يشوَع د قادِس برنيع نه واخله تر غزه پورې او د جشن ښار ګېرچاپېره علاقې نه واخله تر جبعون ښار پورې ټولو بادشاهانو له شکست ورکړو.
کالب د عناقيانو هغه اولاد د ښار نه وويستلو، چې د سيسى، اخيمان او تلمى قبيلې وې.
او د عقرون نه د مديترانى د سمندر پورې، ټول د اشدود سره نزدې ښارونه او کلى.
هلته اشدود او غزه، د خپلو وړو ښارونو او کلو سره وُو، چې دا د مِصر په سرحد باندې نِهر او د مديترانى د سمندر غاړې ته رسېدلى وُو.
د يهوداه سړو غزه، اسقلون او عقرون، دا ټول ښارونه او د دې علاقې هم قبضه کړې.
په هغه مُلک کښې پينځۀ فلستى ښارونه پاتې شول، ټول کنعانيان، صيدانيان او حِويان چې د بعل حرمون غر نه واخله د حمات درې پورې د لبنان په غرونو کښې اوسېدل.
بيا د فلستيانو د خېمو نه يو تکړه سړے راووتلو، هغه سړے د جات وو او نوم يې جوليت وو. هغه د درېو ګزو نه لوړ وو.
کله چې فلستيانو د لوظ صندوق قبضه کړو نو هغوئ د اِبنعزر نه خپل ښار اشدود ته راوړو،