Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشوَع 11:21 - Pakistani Yousafzai Pashto

21 په هغه وخت کښې يشوَع لاړو او د دېوانو نسل عناقيان يې تباه کړل چې د غرونو په مُلک کښې، حبرون، دبير، عناب او د يهوداه او بنى اِسرائيل د غرونو په ټول مُلک کښې اوسېدل. يشوَع هغوئ او د هغوئ ښارونه پوره تباه کړل.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشوَع 11:21
18 Iomraidhean Croise  

مونږ چې په زور شور سره د غرونو او غونډو په سرونو د بُتانو کوم عبادت کړے دے دا په رښتيا سره دوکه وه، د بنى اِسرائيل خلاصون په يقين سره صرف په مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک دے.


مالِک خُدائ فرمائى، ”هوښيار دې په خپله هوښيارتيا فخر ونۀ کړى، نۀ دې زورَور په خپل زور باندې او نۀ دې دولتمند په خپل دولت باندې فخر وکړى.“


خو زما خلقو وکتل چې ما اموريان تباه کړل، اګر کۀ هغوئ د دِيار په شان لوَړ او د څېړۍ په شان مضبوط وُو. ما بره نه د هغې مېوه او لاندې نه جرړې وويستلې او برباد مې کړل.


او هلته مونږ دېوان هم وليدل، چې د عناق اولاد دے. مونږ ته خپل ځانونه داسې معلومېدل لکه چې مُلخان يُو او مونږ به هغوئ ته خامخا هم داسې ښکارېدلو.“


مونږ هلته ولې لاړ شُو؟ مونږ يريږو. کوم سړى چې مونږ هلته لېږلى وُو هغوئ مونږ ته ووئيل چې د هغه ځائ خلق زمونږ نه تکړه او لوړ لوړ دى او هغوئ په داسې ښارونو کښې اوسيږى چې دېوالونه يې آسمان ته رسيږى. هغوئ هلته دېوان هم وليدل.


هغوئ د عناقيانو په شان لوړ لوړ وُو. هغوئ ډېر زيات وُو او هغوئ يو طاقتور نسل وو. خو مالِک خُدائ هغوئ تباه کړل، نو عمونيانو د هغوئ په مُلک قبضه وکړه او د هغوئ په ځائ په خپله اوسېدل.


هغه خلق په خپله تکړه او لوړ لوړ دى، هغوئ دېوان دى او تاسو دا خبره اورېدلې ده چې د هغوئ په مقابله کښې هيڅ څوک نۀ شى ودرېدلے.


يشوَع دا ټول بادشاهان او د هغوئ علاقه په يو وخت کښې فتح کړه ځکه چې مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک د بنى اِسرائيلو په جنګ کښې مدد کولو.


نو ما وکتل چې هلته يو سپين آس ولاړ وو او د سوارۀ سره يې لينده وه. هغۀ ته تاج ورکړے شو او هغه د فاتح په حيث په آس سور لاړو چې فتح بيا مومى.


لکه څنګه چې موسىٰ حُکم کړے وو، حبرون کالب ته ورکړے شو، کالب د عناق د اولاد درې قبيلې د هغه ښار نه شړلې وې.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan