Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشوَع 11:2 - Pakistani Yousafzai Pashto

2 او په شمال کښې د غرونو مُلک ټولو بادشاهانو، د ګليل ډنډ جنوبى طرف ته د اُردن په وادۍ کښې بادشاهانو، د ګليل غرونو په لمن کښې بادشاهانو، او د دور سره نزدې د سمندر په غاړه بادشاهانو له يې هم خبر ورولېږلو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشوَع 11:2
14 Iomraidhean Croise  

بِن‌حدد بادشاه د آسا خبرې ته راضى شو او خپل فوجى آفسران او د هغوئ لښکر يې ولېږلو چې د اِسرائيل په ښارونو حمله وکړى. هغوئ عيون، دان، ابيل‌بيت‌معکه، د ګليل ډنډ ته نزدې علاقه او د نفتالى ټوله علاقه قبضه کړه.


بِن‌ابينداب چا چې د سليمان لور طافت وادۀ کړې وه، د دور د ټولې علاقې،


بيا به دا د عين نمرخاتۀ طرف رِبله ته ورسيږى او د ګليل درياب نمرخاتۀ غاړې غرونو ته به ورسيږى،


په دغه وخت مريم نېغه راپاڅېدله او يو ښار ته لاړه کوم چې د يهوداه په غريزه علاقه کښې وو.


يوه ورځ چې عيسىٰ د ګِنيسرت درياب په غاړه ولاړ وو نو لويه ګڼه ترې راچاپيره وه چې د خُدائ کلام واورى،


يشوَع ټول مُلک قبضه کړو. هغۀ د غرونو مُلک، د نمرخاتۀ طرف ته لاندې علاقې او د نمرپرېواتۀ طرف ته د غرونو لمنې او په جنوب کښې اوچ مُلک او د دې ټولو بادشاهانو له يې شکست ورکړو. هغۀ هيڅ څوک هم ژوندے پرې نۀ ښودو، هر يو کس ووژلے شو. دا هغه څۀ وُو چې مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک يې حُکم کړے وو.


د جبعون سړو يشوَع له دا خبر ورولېږلو چې هغه د جِلجال په کېمپ کښې وو، ”په دې وخت کښې مونږ عاجزان هم داسې مۀ پرېږده. سمدستى راشه او زمونږ مدد وکړه. د غرونو په مُلک کښې ټول امورى بادشاهان په خپلو کښې ملګرى شوى دى او په مونږ يې حمله کړې ده.“


يشوَع هغه ټول مُلک قبضه کړو د غرونو مُلک، د غرونو لمنې، چې په شمال او جنوب دواړو طرفونو باندې وُو، د جشن ټوله علاقه او د دې جنوبى طرف ته خُشک مُلک او هم دې سره د اُردن د وادۍ.


په هغه وخت کښې يشوَع لاړو او د دېوانو نسل عناقيان يې تباه کړل چې د غرونو په مُلک کښې، حبرون، دبير، عناب او د يهوداه او بنى اِسرائيل د غرونو په ټول مُلک کښې اوسېدل. يشوَع هغوئ او د هغوئ ښارونه پوره تباه کړل.


دور چې د سمندر په غاړه وو، جوئيم، چې په ګليل کښې وو،


په دې کښې د اُردن وادى يعنې په جنوب کښې د ګليل درياب نه واخله د مړ درياب نمرخاتۀ طرف تر بيت‌يسيموت پورې او د پِسګه غر د لمنو پورې علاقې شاملې وې.


د اُردن په وادۍ کښې په دې کښې بيت‌هارم، بيت‌نِمره، سُکات، صفون او د حسبون بادشاه سيحون باقى پاتې بادشاهى شامله وه. د هغوئ نمرپرېواتۀ طرف ته سرحد د ګليل درياب پورې د اُردن سيند وو.


د يساکار او آشر په علاقو کښې، بيت‌شان او ابليعام د منسى وُو او تر دور پورې چې د سمندر په غاړه دے او د هغې نه ګېرچاپېره ښارونه هم د منسى وُو، عين دور، تعنک، مِجدو او د دې نه ګېرچاپېره ښارونه.


د منسى قبيلې هغه خلق ونۀ شړل چې کوم د بيت‌شان، تعنک، دور، ابليعام، مِجدو او په ګېرچاپېره کلو کښې اوسېدل، او کنعانيان هم هلته دېره وُو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan