Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشوَع 11:16 - Pakistani Yousafzai Pashto

16 يشوَع هغه ټول مُلک قبضه کړو د غرونو مُلک، د غرونو لمنې، چې په شمال او جنوب دواړو طرفونو باندې وُو، د جشن ټوله علاقه او د دې جنوبى طرف ته خُشک مُلک او هم دې سره د اُردن د وادۍ.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشوَع 11:16
16 Iomraidhean Croise  

هغۀ هغوئ له د نورو قومونو زمکه ورکړله، هغوئ ته هغۀ په ميراث کښې د نورو ګټه مفته ورکړله.


د دوئ نه وړاندې‎ هغۀ د هغې مُلک نه خلق وشړل، او په ميراث کښې د هغوئ زمکې دوئ ته حواله کړې او هغۀ د بنى اِسرائيلو ټولې قبيلې د دوئ په کورنو کښې سمبالې کړې.


زۀ به يې د اِسرائيل په اوچتو غرونو وکرم، هغه به څانګې وکړى او مېوه به ونيسى او هغه به يو شاندار دِيار شى. هر قسمه مرغۍ به په کښې جالې جوړې کړى، او هغوئ به د دې د څانګو سورې کښې پناه اخلى.


بلکې تاسو به، اے د بنى اِسرائيل غرونو، څانګې او ډېره مېوه زما د خلقو بنى اِسرائيلو دپاره وکړئ، ځکه چې هغوئ به ډېر زر خپل کور ته راشى.


خېمې اوچتې کړئ او په سفر روان شئ. د اموريانو د غرونو مُلک او ټولو ګېرچاپېره علاقو ته لاړ شئ چې د اُردن مېدان، د غرونو مُلک او لاندې علاقې، د صحرا علاقه او د مديترانى د سمندر غاړه په کښې ده. د کنعان مُلک ته او د لبنان غرونو نه اخوا د فرات لوئ سيند پورې لاړ شئ.


يشوَع ټول مُلک قبضه کړو. هغۀ د غرونو مُلک، د نمرخاتۀ طرف ته لاندې علاقې او د نمرپرېواتۀ طرف ته د غرونو لمنې او په جنوب کښې اوچ مُلک او د دې ټولو بادشاهانو له يې شکست ورکړو. هغۀ هيڅ څوک هم ژوندے پرې نۀ ښودو، هر يو کس ووژلے شو. دا هغه څۀ وُو چې مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک يې حُکم کړے وو.


يشوَع د قادِس برنيع نه واخله تر غزه پورې او د جشن ښار ګېرچاپېره علاقې نه واخله تر جبعون ښار پورې ټولو بادشاهانو له شکست ورکړو.


مالِک خُدائ خپل خِدمت کوونکى موسىٰ له حُکم ورکړے وو، موسىٰ دا حُکم يشوَع له ورکړو او يشوَع ورباندې عمل وکړو. هغۀ هغه هر څۀ وکړل چې مالِک خُدائ موسىٰ ته د هغې حُکم کړے وو.


او په شمال کښې د غرونو مُلک ټولو بادشاهانو، د ګليل ډنډ جنوبى طرف ته د اُردن په وادۍ کښې بادشاهانو، د ګليل غرونو په لمن کښې بادشاهانو، او د دور سره نزدې د سمندر په غاړه بادشاهانو له يې هم خبر ورولېږلو.


په هغه وخت کښې يشوَع لاړو او د دېوانو نسل عناقيان يې تباه کړل چې د غرونو په مُلک کښې، حبرون، دبير، عناب او د يهوداه او بنى اِسرائيل د غرونو په ټول مُلک کښې اوسېدل. يشوَع هغوئ او د هغوئ ښارونه پوره تباه کړل.


په دې حِصه کښې د غرونو مُلک، نمرپرېواتۀ طرف ته د غرونو لمنې، د اُردن وادى او د دې لمنې، نمرخاتۀ طرف ته کوزه علاقه او په جنوب کښې خُشکه علاقه شامله وه. په دې علاقه کښې حِتيان، اموريان، کنعانيان، فرزيان، حِويان او يبوسيان اوسېدل.


چې څۀ شوى وُو نو د اُردن نمرپرېواتۀ طرف ته ټول بادشاهان د هغې نه خبر شول. دا د حِتيانو، اموريانو، کنعانيانو، فرزيانو، حِويانو او يبوسيانو بادشاهان وُو، څوک چې د غرونو په مُلک کښې او د نمرپرېواتۀ په طرف د غرونو په لمنو کښې او د مديترانى د سمندر غاړې سره د شمال په طرف د لبنان غرونو پورې اوسېدل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan