Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشوَع 11:14 - Pakistani Yousafzai Pashto

14 بنى اِسرائيلو د دې ښارونو نه ټول مالِ غنيمت او څاروى بوتلل او د خپلو ځانونو دپاره يې وساتل. خو هغوئ ټول کسان ووژل، هيڅ څوک هم ژوندى پاتې نۀ شُو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشوَع 11:14
12 Iomraidhean Croise  

نو يهوسفط او د هغۀ فوجيان ورغلل چې مالِ غنيمت راواخلى او هغوئ ډېر سامانونه، جامې او نور قيمتى څيزونه وموندل. هغوئ په مالِ غنيمت راغونډولو باندې درې ورځې تېرې کړې، خو مالِ غنيمت دومره ډېر وو چې هغوئ ټول نۀ شو راټولولے.


بنى اِسرائيلو د ميديانيانو ښځې او ماشومان ونيول، د هغوئ څاروى او رَمې يې بوتلې، ټول مال يې ورله لوټ کړو،


خو هغه ښځې، ماشومان، څاروى او چې په ښار کښې نور هر څۀ وى هغه د ځان دپاره اخستے شئ. تاسو د خپلو دشمنانو هر څيز استعمالولے شئ. مالِک خُدائ دا تاسو له درکړى دى.


خو کله چې تاسو د هغه مُلک ښارونه قبضه کړئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې تاسو له درکوى، نو هر يو کس ووژنئ.


يشوَع ټول مُلک قبضه کړو. هغۀ د غرونو مُلک، د نمرخاتۀ طرف ته لاندې علاقې او د نمرپرېواتۀ طرف ته د غرونو لمنې او په جنوب کښې اوچ مُلک او د دې ټولو بادشاهانو له يې شکست ورکړو. هغۀ هيڅ څوک هم ژوندے پرې نۀ ښودو، هر يو کس ووژلے شو. دا هغه څۀ وُو چې مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک يې حُکم کړے وو.


هغوئ هلته هر يو کس ووژلو، هيڅ څوک هم ژوندے پاتې نۀ شو او ښار وسوزولے شو.


خو بنى اِسرائيلو هغه يو ښار هم ونۀ سوزولو کوم چې په غونډو باندې جوړ شوے وو خو يشوَع صِرف حصور سوزولے وو.


مالِک خُدائ خپل خِدمت کوونکى موسىٰ له حُکم ورکړے وو، موسىٰ دا حُکم يشوَع له ورکړو او يشوَع ورباندې عمل وکړو. هغۀ هغه هر څۀ وکړل چې مالِک خُدائ موسىٰ ته د هغې حُکم کړے وو.


تاسو به عى او د هغې د بادشاه سره هغه څۀ کوئ کوم چې تاسو د يريحو او د هغې بادشاه سره کړى وُو. خو دا ځل تاسو د هغوئ لوټ شوے مال او ځناور په خپل استعمال کښې راوستلے شئ. د ښار شا ته د هغوئ خِلاف حملې کولو دپاره په پټ ځائ کښې کښېنئ.“


لکه څنګه چې مالِک خُدائ يشوَع ته فرمائيلى وُو بنى اِسرائيلو په ښار کښې مال او څاروى د خپلو ځانونو دپاره قبضه کړل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan