10 بيا يشوَع راواپس شو، حصور يې ونيولو او د دې بادشاه يې ووژلو. په هغه وخت کښې حصور د ټولو بادشاهتونو مرکزى ښار وو.
کله چې د بنى اِسرائيلو د فتحې خبر د حصور بادشاه يابين ته ورسېدو، نو هغۀ د مدون بادشاه يوباب، د سِمرون او اکشاف بادشاهانو له خبر ورولېږلو،
نو مالِک خُدائ هغوئ يو کنعانى بادشاه يابين ته حواله کړل، چا چې د حصور په ښار کښې بادشاهى کوله. د هغۀ د لښکر مشر سِسيرا وو، کوم چې په حروست هګوئيم کښې اوسېدو.