Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشوَع 10:9 - Pakistani Yousafzai Pashto

9 يشوَع او د هغۀ لښکر ټوله شپه د جِلجال نه جبعون ته مزل وکړو او هغوئ په اموريانو باندې يوه ناڅاپه حمله وکړه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشوَع 10:9
9 Iomraidhean Croise  

تۀ داسې يو کس وينې، څوک چې په خپل کار کښې ماهر وى؟ هغه به د عامو خلقو خِدمت نۀ کوى، خو د بادشاهانو خِدمت به کوى.


تۀ چې هر څۀ کولے شې هغه پوره د زړۀ نه کوه، ځکه چې چرته تۀ روان يې يعنې قبر ته، هلته به نۀ کار وى او نۀ منصوبې، نۀ به عِلم وى او نۀ حِکمت.


د عيسىٰ مسيح د يو ښۀ سپاهى په شان ما سره په سختو زغملو کښې شريک شه.


تۀ د کلام زيرے ورکوه او وخت ناوخته دې کار ته تيار اوسه، او په تعليم ورکولو کښې په صبر سره د هغوئ اصلاح کوه او ملامتوه يې او ورته ډاډګيرنه هم ورکوه.


مالِک خُدائ اموريان د بنى اِسرائيلو په وړاندې په وارخطايۍ آخته کړل. بنى اِسرائيلو په جبعون کښې د هغوئ قتلِ عام وکړو او د هغه سړک پورې ورپسې وُو چې بره بيت‌حورون ته تلے دے او په جنوب کښې د عزيقه او مقيده پورې يې ورباندې حملې کولې.


مالِک خُدائ يشوَع ته وفرمائيل، ”د هغوئ نه مۀ يرېږه. ما د مخکښې نه تا له فتح درکړې ده. د هغوئ يو کس به هم ستا مقابله نۀ شى کولے.“


نو يشوَع او د هغۀ ټولو سړو د ميروم د خوَړ سره په هغوئ باندې اچانک حمله وکړه.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan