نو يو پېغمبر اخىاب بادشاه له ورَغلو او ورته يې وفرمائيل، ”مالِک خُدائ فرمائى چې تۀ دا لوئ لښکر وينې؟ هم نن به زۀ تا له په دې باندې فتح درکړم او تا ته به پته ولګى چې زۀ مالِک خُدائ يم.“
مالِک خُدائ يشوَع ته وفرمائيل، ”يرېږه مه او مۀ بېحوصلې کېږه. ټول لښکر ځان سره کړه او عى ته لاړ شه. زۀ به د عى په بادشاه، د هغۀ په خلقو او په ښار تا له فتح درکړم او هغه مُلک به ستا شى.