42 يشوَع دا ټول بادشاهان او د هغوئ علاقه په يو وخت کښې فتح کړه ځکه چې مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک د بنى اِسرائيلو په جنګ کښې مدد کولو.
مالِک خُدائ زما مل دے زۀ به نۀ يرېږم، انسان زما څۀ کولے شى.
خُدائ پاک زمونږ پناه ګاه او قوت دے، په وخت د مصيبت کښې حاضر او تل مددګار دے.
ربُ الافواج خُدائ زمونږ مل دے، د يعقوب خُدائ پاک زمونږ پناه ګاه دے.
ربُ الافواج خُدائ زمونږ مل دے، د يعقوب خُدائ پاک زمونږ پناه ګاه دے،
پاکه خُدايه، مونږ دوباره په خپل حال کړه، د خپل مخ رڼا دې په مونږ وځلوه، چې ترڅو مونږ خلاصون حاصل کړُو.
مالِک خُدائ به ستاسو دپاره جګړه وکړى، تاسو غلى کښېنئ.“
مالِک خُدائ د هغوئ د جنګى ګاډو پايې ونښلولې، نو چې هغه په سختۍ سره چلېدلې. مِصريانو ووئيل، ”مالِک خُدائ زمونږ خِلاف د بنى اِسرائيلو دپاره جګړه کوى. راځئ چې د بنى اِسرائيلو نه وتښتُو.“
زما په نظر کښې تاسو قيمتى او عزتمند يئ، او تاسو په ما ګران يئ. نو په دې وجه به زۀ ستاسو په ځائ خلق ورکړم او ستاسو د ژوند په بدله کښې به زۀ قومونه ورکړم.
مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ستاسو مل دے، هغه به ستاسو د دشمنانو خِلاف جنګ کوى او فتح به درکړى.
داسې ورځ نۀ د دې نه مخکښې تېره شوې ده او نۀ د دې نه پس راغلې ده، په هغه وخت کښې مالِک خُدائ د يو سړى خبرو ته توجو وکړه، ځکه چې مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو دپاره جنګ کولو.
د دې نه پس، يشوَع او د هغۀ لښکر په جِلجال کښې واپس کېمپ ته لاړل.