يشوَع 10:40 - Pakistani Yousafzai Pashto40 يشوَع ټول مُلک قبضه کړو. هغۀ د غرونو مُلک، د نمرخاتۀ طرف ته لاندې علاقې او د نمرپرېواتۀ طرف ته د غرونو لمنې او په جنوب کښې اوچ مُلک او د دې ټولو بادشاهانو له يې شکست ورکړو. هغۀ هيڅ څوک هم ژوندے پرې نۀ ښودو، هر يو کس ووژلے شو. دا هغه څۀ وُو چې مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک يې حُکم کړے وو. Faic an caibideil |
هغوئ په جواب کښې ووئيل، ”صاحِبه، مونږ ځکه داسې وکړل چې مونږ ته پوره خبر رارسېدلے دے چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک خپل خِدمت کوونکى موسىٰ له دا حُکم ورکړے وو چې دا ټول مُلک تاسو له درکړى او چې څومره خلق په هغه مُلک کښې وى نو وبه يې وژنئ. مونږ ستاسو نه سخت يرېدو نو په دې وجه مو دا کار کړے دے او زمونږ سره د خپل ژوند فکر وو.