Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشوَع 10:39 - Pakistani Yousafzai Pashto

39 هغۀ دا، د دې بادشاه او ګېرچاپېره ښارونه يې قبضه کړل. هغوئ هر يو کس ووژلو. يشوَع په دبير او د دې د بادشاه سره هم هغه شان کار وکړو چې څنګه کار يې د حبرون او لِبناه او د دې د بادشاه سره کړے وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشوَع 10:39
11 Iomraidhean Croise  

بيا ياهُو د اخى‌اب نور ټول خپلوان ووژل چې کوم په يزرعيل کښې اوسېدل او د هغۀ ټول آفسران، نزدې ملګرى او اِمامان هم، د هغوئ نه يو کس هم ژوندے پاتې نۀ شو.


د يعقوب اولاد به لکه د اور په شان وى او د يوسف اولاد به لکه لمبه وى، او ادوم به لکه د بوسو په پوره توګه وسوزوى. د ادوم په اولاد کښې به څوک هم ژوندى پاتې نۀ شى. مالِک خُدائ دا فرمائيلى دى.


نو مالِک خُدائ د عوج بادشاه او د هغۀ خلق هم مونږ له په لاس کښې راکړل او مونږ هغوئ ټول ووژل. يو کس هم ژوندے پاتې نۀ شو.


د جزر بادشاه هورم د لکيس د مدد دپاره راغلو، خو يشوَع هغۀ او د هغۀ لښکر له شکست ورکړو او هغۀ يو کس هم ژوندے پرې نۀ ښودو.


او قبضه يې کړو. هغوئ بادشاه، په هغه ښار او ګېرچاپېره ټولو ښارونو کښې هر يو کس ووژلو. يشوَع هغه ښار پوره تباه کړو، هم هغه شان چې څنګه هغۀ د عجلون سره کړى وُو. په دې کښې هغوئ هيڅ څوک هم ژوندے پرې نۀ ښودلو.


بيا يشوَع او د هغۀ لښکر دبير ته ورواپس شول او په دې يې حمله وکړه.


يشوَع ټول مُلک قبضه کړو. هغۀ د غرونو مُلک، د نمرخاتۀ طرف ته لاندې علاقې او د نمرپرېواتۀ طرف ته د غرونو لمنې او په جنوب کښې اوچ مُلک او د دې ټولو بادشاهانو له يې شکست ورکړو. هغۀ هيڅ څوک هم ژوندے پرې نۀ ښودو، هر يو کس ووژلے شو. دا هغه څۀ وُو چې مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک يې حُکم کړے وو.


مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو له په هغوئ باندې فتح ورکړه، اِسرائيليان ورپسې وُو او په شمال کښې تر مسرفات مائم او صيدا او نمرخاتۀ طرف تر مصفاه وادۍ پورې ورپسې وُو. جنګ تر هغې پورې جارى وو چې د دشمن يو کس هم ژوندے پاتې نۀ شو.


اوس لاړ شئ او په عماليقيانو حمله وکړئ او د هغوئ هر څۀ بېخى تباه کړئ. يو څيز هم مۀ پرېږدئ، سړى، ښځې، ماشومان او هغه ماشومان چې تے روى ووژنئ، څاروى، ګډې، اوښان او خرۀ هر څۀ ووژنئ.“


هغۀ د عماليقيانو بادشاه اجاج ژوندے ونيولو او ټول خلق يې ووژل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan