35 هغوئ هم په هغه ورځ دا قبضه کړو او هلته هر يو کس يې ووژلو، هم هغه شان چې څنګه يې د لکيس سره کړى وُو.
هغه د هر طرف نه ما راغورزوى او زۀ ختم يم، هغۀ د ونې په شان زما د اُميد جرړې راويستلې دى.
خو بيا هم، چې هغوئ لا د خپلو دشمنانو په مُلک کښې وى، نو زۀ به يې نۀ رد کوم، نۀ به ترې نفرت کوم او نۀ به يې بېخى تباه کوم. هسې نه چې د هغوئ سره زما لوظ مات شى، زۀ مالِک خُدائ د هغوئ خُدائ پاک يم.
ورپسې، يشوَع او د هغۀ لښکر د لکيس نه عجلون ته لاړل، دا يې محاصره کړو او حمله يې ورباندې وکړه.
د دې نه پس، يشوَع او د هغۀ لښکر د عجلون نه حبرون ته وختل، حمله يې پرې وکړه
او قبضه يې کړو. هغوئ بادشاه، په هغه ښار او ګېرچاپېره ټولو ښارونو کښې هر يو کس ووژلو. يشوَع هغه ښار پوره تباه کړو، هم هغه شان چې څنګه هغۀ د عجلون سره کړى وُو. په دې کښې هغوئ هيڅ څوک هم ژوندے پرې نۀ ښودلو.