Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشوَع 10:28 - Pakistani Yousafzai Pashto

28 يشوَع حمله وکړه او مقيده او د هغې بادشاه يې په هغه ورځ ونيولو. هغۀ په ښار کښې ټول خلق ووژل او هيڅ څوک هم ژوندى پاتې نۀ شُو. يشوَع د مقيده بادشاه سره هم هغه شان وکړل چې څۀ يې د يريحو بادشاه سره کړى وُو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشوَع 10:28
19 Iomraidhean Croise  

مالِک زما مالِک ته وفرمائيل، ”زما ښى لاس ته کښېنه ترڅو چې زۀ ستا دشمنان ستا د پښو لاندې کړم.“


خو زما هغه دشمنانو چې زۀ بادشاه کېدل نۀ غوښتم، هغوئ راولئ او زما په وړاندې يې قتل کړئ.“


ځکه چې هغه به تر هغې ضرور بادشاهى کوى ترڅو چې خپل ټول دشمنان د خپلو پښو لاندې کړى.


هم په هغه وخت مونږ ټول ښارونه ونيول او تباه مو کړل او هر يو کس، سړى، ښځې او ماشومان مو ووژل. مونږ هيڅ څوک هم ژوندے پرې نۀ ښودو.


هغه هر يو قوم تباه کړئ په کوم چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو زورَور کړى يئ او چې په هغوئ باندې هيڅ رحم ونۀ کړئ. د هغوئ د معبودانو عبادت مۀ کوئ، ځکه چې دا به ستاسو دپاره يو دام جوړ شى.


کله چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو په هغه خلقو زورَور کړى او شکست ورکړئ، نو هغوئ ټول ووژنئ. د هغوئ سره لوظ مۀ کوئ او چې هيڅ رحم ورباندې ونۀ کړئ.


مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو له په دې ښار او د دې په بادشاه باندې هم فتح ورکړه. يشوَع هيڅ څوک هم ژوندى پرې نۀ ښودل او هغۀ د دې بادشاه سره هم هغه شان وکړل چې څنګه يې د يريحو بادشاه سره کړى وُو.


د جنګ په دوېمه ورځ مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو له په لکيس فتح ورکړه. څنګه چې هغوئ د لِبناه سره کړى وُو، نو هغوئ هيڅ څوک هم ژوندى پرې نۀ ښودل او په ښار کښې يې هر يو کس ووژلو.


هغوئ هم په هغه ورځ دا قبضه کړو او هلته هر يو کس يې ووژلو، هم هغه شان چې څنګه يې د لکيس سره کړى وُو.


او قبضه يې کړو. هغوئ بادشاه، په هغه ښار او ګېرچاپېره ټولو ښارونو کښې هر يو کس ووژلو. يشوَع هغه ښار پوره تباه کړو، هم هغه شان چې څنګه هغۀ د عجلون سره کړى وُو. په دې کښې هغوئ هيڅ څوک هم ژوندے پرې نۀ ښودلو.


هغۀ دا، د دې بادشاه او ګېرچاپېره ښارونه يې قبضه کړل. هغوئ هر يو کس ووژلو. يشوَع په دبير او د دې د بادشاه سره هم هغه شان کار وکړو چې څنګه کار يې د حبرون او لِبناه او د دې د بادشاه سره کړے وو.


لِبناه، عدولام،


مقيده، بيت‌ايل،


جديروت، بيت‌دجون، نعمه او مقيده، دا شپاړس ښارونه وُو، چې د دې نه ګېرچاپېره کلى وُو.


هغوئ په ښار کښې هر يو کس، سړى او ښځې، ځوانان او بوډاګان په خپلو تُورو باندې ووژل. هغوئ څاروى، ګډې او خرونه هم ووژل.


تاسو به عى او د هغې د بادشاه سره هغه څۀ کوئ کوم چې تاسو د يريحو او د هغې بادشاه سره کړى وُو. خو دا ځل تاسو د هغوئ لوټ شوے مال او ځناور په خپل استعمال کښې راوستلے شئ. د ښار شا ته د هغوئ خِلاف حملې کولو دپاره په پټ ځائ کښې کښېنئ.“


چې يشوَع د يريحو او عى سره څۀ کړى وُو نو د جبعون خلق حِويان د هغې نه خبر شول.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan