Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشوَع 10:27 - Pakistani Yousafzai Pashto

27 د نمرپرېواتو په وخت کښې يشوَع حُکم وکړو او د هغوئ لاشونه راکوز کړے شول او هم په هغه غار کښې وغورزولے شول چرته چې هغوئ مخکښې پټ وُو. د غار په خولۀ باندې لوئ کاڼى کېښودلے شول او هغوئ تر اوسه پورې هلته دى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشوَع 10:27
5 Iomraidhean Croise  

هغوئ د ابى‌سلوم لاش واخستلو او په ځنګل کښې يې په يوه ډُوبه کنده کښې وغورزولو او د کاڼو په يو ډېرى باندې يې پټ کړو. ټول بنى اِسرائيليان خپلو کورونو ته وتښتېدل.


يشوَع د اُردن سيند په مينځ کښې د دولسو کاڼو يو بل يادګار ودرولو چرته چې د لوظ صندوق وړُونکى اِمامان ولاړ وُو. هغه کاڼى تر ننه پورې هلته دى.


هغوئ د هغۀ دپاسه د کاڼو يو غټ ډېرے جوړ کړو کوم چې تر نن ورځې پورې هلته دے. نو د مالِک خُدائ غصه سړه شوه او په دې وجه دغه ځائ ته تر اوسه پورې د مصيبت وادى وئيلے شى.


هغۀ د عى بادشاه د يوې ونې سره پهانسى کړو او تر ماښامه پورې يې هلته پرېښودو. په ماښام کښې يشوَع حُکم وکړو چې د هغۀ لاش دې لرې کړے شى او د ښار دروازې سره دې وغورزولے شى. هغوئ هغه د کاڼو د غټ ډېرى لاندې پټ کړو کوم چې تر نن ورځې پورې هلته دے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan