21 بيا د يشوَع ټول سړى په خېر سره د مقيده په کېمپ کښې يشوَع له واپس راغلل. د دې نه پس په هغه مُلک کښې هيچا دا جرأت نۀ شو کولے چې د بنى اِسرائيلو خِلاف څۀ ووائى.
خو چې چرته بنى اِسرائيل اوسيږى نو هلته به خېر وى، دوئ او د دوئ په څاروو پسې به يو سپے قدر هم ونۀ غپيږى. نو تا ته به پته ولګى چې زۀ، مالِک خُدائ د مِصريانو او بنى اِسرائيلو په مينځ کښې فرق راولم.“
داسې وسله به نۀ وى چې تاسو ته ضرر ورسوى، او څوک چې په تاسو اِلزام لګوى نو تاسو به د هغوئ خولې بندې کړئ. د مالِک خُدائ خادِمان به د دې فائدو نه خوند اخلى، زۀ به د هغوئ حق څرګند کړم.“ مالِک خُدائ داسې فرمائى.
تاسو چا پورې ټوقې کوئ؟ چا ته خپل بوتاړ وران کړئ او ژبې ورته راوباسئ؟ تاسو هم د دوکه بازو او ګناهګارو بچى يئ.
يشوَع او د بنى اِسرائيلو سړو د اموريانو لښکر تقريباً ختم کړو، خو څۀ پاتې کسانو د ښار په دېوالونو کښې دننه د پناه ځائ پېدا کړو او ونۀ وژلے شول.
بيا يشوَع وفرمائيل، ”د هغه غار خولۀ کولاو کړئ او هغه پينځۀ بادشاهان ما له بهر راوباسئ.“