18 هغۀ وفرمائيل، ”د غار د خولې مخې ته يو څو غټ کاڼى راورغړوئ او څۀ څوکيداران هلته ودروئ،
چې بدعمله کسان د مصيبت په وخت کښې خلاص شى، او د قهر په ورځ بچ کيږى.
دا به داسې وى لکه چې څوک د ازمرى نه تښتى او مېلو ته مخامخ شى، او يا خپل کور ته لاړ شى او لاس په دېوال باندې کېږدى او مار يې وچيچى.
ما وليدل چې مالِک خُدائ د قربانګاه سره ولاړ وو. او هغۀ وفرمائيل چې، ”د عبادتګاه د ستنو پاس سرونه ووهئ چې بنيادونه يې ولړزيږى. د خلقو په سرونو يې ښکته راوغورزوئ، څوک چې ژوندى پاتې شى هغوئ به زۀ په تُوره مړۀ کړم. يو به هم ونۀ تښتى، او هيڅ څوک به پاتې نۀ شى.
نو هغوئ لاړل، او د قبر د خولې په کاڼى يې مهرونه ولګول او د څوکيدارۍ دپاره يې پرې سپاهيان مقرر کړل.
يشوَع چا خبر کړو چې هغوئ په کوم ځائ کښې پټ وُو.
خو تاسو په خپله هلته مۀ ايسارېږئ. په دشمن پسې روان اوسئ او د شا د طرف نه ورباندې حمله وکړئ، هغوئ مۀ پرېږدئ چې خپلو ښارونو ته ورسيږى. مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو له په هغوئ باندې فتح درکړې ده.“
بيا يشوَع وفرمائيل، ”د هغه غار خولۀ کولاو کړئ او هغه پينځۀ بادشاهان ما له بهر راوباسئ.“