Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشوَع 10:14 - Pakistani Yousafzai Pashto

14 داسې ورځ نۀ د دې نه مخکښې تېره شوې ده او نۀ د دې نه پس راغلې ده، په هغه وخت کښې مالِک خُدائ د يو سړى خبرو ته توجو وکړه، ځکه چې مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو دپاره جنګ کولو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشوَع 10:14
13 Iomraidhean Croise  

مالِک خُدائ به ستاسو دپاره جګړه وکړى، تاسو غلى کښېنئ.“


مالِک خُدائ د هغوئ د جنګى ګاډو پايې ونښلولې، نو چې هغه په سختۍ سره چلېدلې. مِصريانو ووئيل، ”مالِک خُدائ زمونږ خِلاف د بنى اِسرائيلو دپاره جګړه کوى. راځئ چې د بنى اِسرائيلو نه وتښتُو.“


ګوره، زۀ به د احاز د نمر د ګړۍ سورے لس قدمه وروستو بوځم.“ نو هم داسې وشول سورے لس قدمه وروستو لاړو.


بيا به مالِک خُدائ لاړ شى او د هغه قومونو خلاف به داسې جنګ وکړى، لکه څنګه چې هغۀ پخوا جنګ کړے وو.


نو مالِک ورته جواب ورکړو، ”کۀ چرې ستاسو ايمان د شړشمو د دانې هومره هم وى نو کۀ تاسو د تُوت دې ونې ته ووايئ چې د بېخه ووځه او په سمندر کښې لاهو شه، نو دا به ستاسو حُکم ومنى.


مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به ستاسو لارښودنه وکړى او هغه به ستاسو دپاره جنګ کوى، هم هغه شان لکه څنګه چې هغۀ ستاسو په مخکښې په مِصر کښې وکړل


د دې نه پس، يشوَع او د هغۀ لښکر په جِلجال کښې کېمپ ته راواپس شول.


يشوَع دا ټول بادشاهان او د هغوئ علاقه په يو وخت کښې فتح کړه ځکه چې مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک د بنى اِسرائيلو په جنګ کښې مدد کولو.


تاسو هغه هر څۀ ليدلى دى چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک د دې ټولو قومونو سره ستاسو دپاره کړى دى. مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ستاسو دپاره جنګ کوى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan