Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشوَع 10:10 - Pakistani Yousafzai Pashto

10 مالِک خُدائ اموريان د بنى اِسرائيلو په وړاندې په وارخطايۍ آخته کړل. بنى اِسرائيلو په جبعون کښې د هغوئ قتلِ عام وکړو او د هغه سړک پورې ورپسې وُو چې بره بيت‌حورون ته تلے دے او په جنوب کښې د عزيقه او مقيده پورې يې ورباندې حملې کولې.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشوَع 10:10
29 Iomraidhean Croise  

هغۀ خپل غشى وويشتل او دشمنان يې خوارۀ وارۀ کړل، د برېښنا د پړق سره يې هغوئ وزغلول.


سليمان د جزر ښار او لاندينے بيت‌حورون هم بيا جوړ کړو،


کله چې د يهوداه لښکر او د آسا لښکر حمله وکړه نو مالِک خُدائ د ايتهوپيا لښکر له شکست ورکړو. نو د ايتهوپيا خلق وتښتېدل،


په دې دوران کښې د مزدورۍ کوم فوجيان چې امصياه کورونو ته لېږلى وُو نو هغوئ د سامريه او بيت‌حورون په مينځ کښې د يهوداه په يو څو ښارونو حمله وکړه. هغوئ درې زره کسان ووژل او ډېر مال غنيمت يې يوړو.


خپل دشمنان يې کړل خوارۀ د غشو په ويشتو سره، و يې زغلول د تندر په ګړزار او په برېښنا سره.


خو دا زمکه هغوئ په خپله تُوره نۀ وه ګټلې، او نۀ د هغوئ لاسونو ورته کاميابى ورکړې، دا خو ستا د ښى لاس، او ستا د مټ او ستا د مخ رڼا وه، ځکه چې تا هغوئ سره مينه کړې وه.


کله چې قادر خُدائ ټول بادشاهان خوارۀ وارۀ کړل، د واورې په شان په ضلمون غر ورېدل.


د دوئ نه وړاندې‎ هغۀ د هغې مُلک نه خلق وشړل، او په ميراث کښې د هغوئ زمکې دوئ ته حواله کړې او هغۀ د بنى اِسرائيلو ټولې قبيلې د دوئ په کورنو کښې سمبالې کړې.


مالِک خُدائ به داسې راپاڅى لکه څنګه چې هغه د پراضيم په غر باندې فلستيانو پسې راپاڅېدلے وو. او څنګه يې چې د جبعون په وادۍ کښې اموريانو باندې حمله کړې وه داسې به په تاسو هم حمله وکړى. او چې کوم کارونه به هغه کوى نو هغه به عجيبه وى. او د هغۀ هر قدم به فرق فرق وى.


مالِک خُدائ به په هر يو کس باندې خپل پُرجلاله آواز واورى او د خپلې غصې زور به ورته وښائى. هلته به د اور لمبې، تندر، ږلۍ او دروند باران وى.


په هغه وخت کښې د بابل بادشاه لښکرو د يروشلم او د يهوداه د نورو ښارونو په خلاف جنګ کولو کوم چې لکيس او عزيقه وُو. صرف دا مضبوط ښارونه وُو چې د قبضې نه پاتې شوى وُو.


بيا به مالِک خُدائ لاړ شى او د هغه قومونو خلاف به داسې جنګ وکړى، لکه څنګه چې هغۀ پخوا جنګ کړے وو.


مالِک خُدائ به تاسو ستاسو په دشمنانو زورَور کړى او تر هغې پورې به وارخطا وى چې ترڅو تباه شوى نۀ وى.


په کوم وخت کښې چې اموريان د بنى اِسرائيلو نه لاندې درې ته تښتېدل، نو مالِک خُدائ تر عزيقه پورې په هغوئ باندې لويه ږلۍ ووروله. په ږلۍ باندې د هغې نه هم زيات مړۀ شول چې څومره بنى اِسرائيلو وژلى وُو.


يشوَع حمله وکړه او مقيده او د هغې بادشاه يې په هغه ورځ ونيولو. هغۀ په ښار کښې ټول خلق ووژل او هيڅ څوک هم ژوندى پاتې نۀ شُو. يشوَع د مقيده بادشاه سره هم هغه شان وکړل چې څۀ يې د يريحو بادشاه سره کړى وُو.


يشوَع او د هغۀ لښکر ټوله شپه د جِلجال نه جبعون ته مزل وکړو او هغوئ په اموريانو باندې يوه ناڅاپه حمله وکړه.


مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو له په هغوئ باندې فتح ورکړه، اِسرائيليان ورپسې وُو او په شمال کښې تر مسرفات مائم او صيدا او نمرخاتۀ طرف تر مصفاه وادۍ پورې ورپسې وُو. جنګ تر هغې پورې جارى وو چې د دشمن يو کس هم ژوندے پاتې نۀ شو.


مقيده، بيت‌ايل،


يرموت، عدولام، شوکه، عزيقه،


جديروت، بيت‌دجون، نعمه او مقيده، دا شپاړس ښارونه وُو، چې د دې نه ګېرچاپېره کلى وُو.


بيا دا د لاندينى بيت‌حورون پورې، نمرپرېواتۀ طرف ته د يفليطيانو علاقې ته تلے وو. دا د هغه ځائ نه جزر ته تلے وو او د مديترانى په سمندر باندې ختم وو.


دا د اِفرائيم د قبيلې د کورَنو علاقه وه، د هغوئ سرحد نمرخاتۀ طرف ته د عطارات ادار نه پاسنى بيت‌حورون ته تلے وو.


قِبضيم او د بيت‌حورون ښارونه، چې د څرن زمکې د دې سره وې.


کله چې برق او د هغۀ لښکر حمله وکړه، نو مالِک خُدائ سِسيرا د خپلو ټولو جنګى ګاډو او سړو سره په وارخطايۍ آخته کړل. سِسيرا د خپلې ګاډۍ نه راټوپ کړل او پېدل وتښتېدو.


برق تر حروست هګوئيم پورې په ګاډو او لښکر پسې وو او د سِسيرا ټول لښکر ووژلے شو. يو سړے هم پاتې نۀ شو.


د آسمان نه ستورو جګړه کوله، څنګه چې هغوئ په آسمان کښې حرکت کولو، ستورو د سِسيرا خِلاف جګړه وکړه.


بله ډله بيت‌حورون طرف ته لاړه او هغه بله يوه د حد پولې ته لاړه چې د کوم ځائ نه د صبوئيم وادى او بيابان ښکارېدو.


فلستيان د يهوداه په ښار شوکه کښې د جنګ دپاره راغونډ شول، هغوئ د شوکه او عزيقه په مينځ کښې په يو ځائ کښې کېمپ ولګولو چې نوم يې اِفس‌دميم وو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan