Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشوَع 10:1 - Pakistani Yousafzai Pashto

1 د يروشلم بادشاه ادونى‌صدق خبر شو چې يشوَع عى قبضه کړے دے او بېخى يې تباه کړے دے او د دې بادشاه يې وژلے دے، لکه څنګه چې يشوَع د يريحو او د دې بادشاه سره هم دغه شان کړى وُو. هغه د دې نه هم خبر شو چې د جبعون خلقو د بنى اِسرائيلو سره صُلح کړې ده او د هغوئ سره اوسيږى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشوَع 10:1
10 Iomraidhean Croise  

او مَلِک‌صِدق، چې د شاليم بادشاه او د خُدائ تعالىٰ يو اِمام وو، ابرام له روټۍ او مے راوړل،


مَلِک‌صِدق، د شاليم بادشاه او د خُدائ تعالىٰ يو اِمام وو. اِبراهيم چې بادشاهانو له د ماتې ورکولو نه واپس راتلو نو مَلِک‌صِدق سره مِلاو شو نو هغۀ اِبراهيم له برکت ورکړو.


نو ادونى‌صدق د حبرون بادشاه هوهام له، د يرموت بادشاه پيرام، د لکيس بادشاه يفيع او د عجلون بادشاه دبير له دا پېغام ولېږلو،


هغوئ په ښار کښې هر يو کس، سړى او ښځې، ځوانان او بوډاګان په خپلو تُورو باندې ووژل. هغوئ څاروى، ګډې او خرونه هم ووژل.


تاسو به عى او د هغې د بادشاه سره هغه څۀ کوئ کوم چې تاسو د يريحو او د هغې بادشاه سره کړى وُو. خو دا ځل تاسو د هغوئ لوټ شوے مال او ځناور په خپل استعمال کښې راوستلے شئ. د ښار شا ته د هغوئ خِلاف حملې کولو دپاره په پټ ځائ کښې کښېنئ.“


کله چې يشوَع او ټولو بنى اِسرائيلو ته پته ولګېده چې پټو شوو سړو ښار قبضه کړے دے او اور يې لګولے دے نو هغوئ راواپس شول او د عى سړى قتلول يې شروع کړل.


چې يشوَع د يريحو او عى سره څۀ کړى وُو نو د جبعون خلق حِويان د هغې نه خبر شول.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan