او ترڅو چې زما خبره ده نو زۀ به هغوئ سره يو لوظ وکړم. زما روح چې په تاسو دے او زما کلام چې ما ستاسو په خولۀ کښې اچولے دے، هغه به هيڅکله ستاسو د خولې نه، ستاسو د اولاد د خولې نه او د هغوئ د اولاد د خولې نه لرې نۀ شى. دا د مالِک خُدائ وينا ده او تر همېشه همېشه پورې به هم داسې وى.“
څوک چې زما حُکمونه منى او په هغې عمل کوى نو دا هغه خلق دى چې ما سره مينه کوى. او څوک چې ما سره مينه کوى زما پلار به ورسره مينه وکړى او زۀ به هم د هغۀ سره مينه کوم او خپل ځان به ورته ښکاره کړم.“
موسىٰ ټول اِسرائيليان راغونډ کړل او هغوئ ته يې وفرمائيل، ”اے بنى اِسرائيلو. دې قانون ته غوږ ونيسئ کوم چې نن زۀ تاسو له درکوم. دا زده کړئ او وګورئ چې خامخا به ورباندې عمل وکړئ.
تکړه او زړَور اوسه او په هغه ټول شريعت باندې عمل کوه چې زما خِدمت کوونکى موسىٰ تا له درکړے دے. د هغې نه يو خوا بل خوا مۀ اوړه او بيا چې هر چرته هم تۀ ځې نو کامياب به يې.