7 تکړه او زړَور اوسه او په هغه ټول شريعت باندې عمل کوه چې زما خِدمت کوونکى موسىٰ تا له درکړے دے. د هغې نه يو خوا بل خوا مۀ اوړه او بيا چې هر چرته هم تۀ ځې نو کامياب به يې.
او هغه څۀ کوه چې مالِک خُدائ ستا خُدائ پاک يې حُکم درکوى. او د هغۀ ټول قانون او حُکمونه منه، لکه څنګه چې د موسىٰ په شريعت کښې ليکلے شوى دى، بيا چې چرته هم ځې نو په هر کار کښې به کامياب يې.
کۀ تۀ هغه ټول قانون ومنې کوم چې مالِک خُدائ موسىٰ له د بنى اِسرائيلو دپاره ورکړے وو، نو تۀ به کامياب يې. تکړه شه او حوصله مضبوطه کړه او چې د هيڅ نه هم ونۀ يرېږې.
دا ياد ساته چې ما تا ته حُکم کړے وو چې تکړه او زړَور اوسه. يرېږه مه او چې بېحوصلې نۀ شې، ځکه چې تۀ هر چرته هم ځې نو زۀ مالِک خُدائ ستا خُدائ پاک به ستا مل يم.“