Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشوَع 1:6 - Pakistani Yousafzai Pashto

6 تکړه او زړَور اوسه ځکه کله چې دوئ هغه زمکه قبضه کوى نو تۀ به د هغوئ مشر يې، هغه زمکه چې ما د دوئ پلار نيکۀ سره د هغې لوظ کړے وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشوَع 1:6
36 Iomraidhean Croise  

نو مالِک خُدائ ابرام ته څرګند شو او هغۀ ته يې وفرمائيل، ”دا هغه مُلک دے چې زۀ يې ستا اولاد له ورکوم.“ بيا ابرام هلته مالِک خُدائ ته يوه قربان‌ګاه جوړه کړه، چرته چې ورته راڅرګند شوے وو.


دلته اوسېږه او زۀ به ستا مل شم او برکت به درکړم. زۀ دا ټوله علاقه تا او ستا اولاد له درکوم. ما چې کومه وعده ستا پلار اِبراهيم سره کړې ده زۀ به هغه پوره کړم.


تکړه شه او حوصله مضبوطه کړه. راځئ چې د خپلو خلقو او د خُدائ پاک د ښارونو دپاره سخت جنګ وکړُو. او مالِک خُدائ به هغه څۀ کوى چې د هغۀ په نظر کښې صحيح وى.“


”زما وخت پوره دے، تکړه سړے شه او حوصله مضبوطه کړه.


کۀ تۀ هغه ټول قانون ومنې کوم چې مالِک خُدائ موسىٰ له د بنى اِسرائيلو دپاره ورکړے وو، نو تۀ به کامياب يې. تکړه شه او حوصله مضبوطه کړه او چې د هيڅ نه هم ونۀ يرېږې.


تۀ په دې پوهه شه چې مالِک خُدائ تۀ د هغۀ د مقدس کور جوړولو دپاره خوښ کړے يې. نو تکړه شه او دا کار وکړه.“


داؤد بادشاه خپل زوئ سليمان ته وفرمائيل، ”تکړه شه او اراده مضبوطه کړه. کار شروع کړه او چې ونۀ يرېږې او نه بې‌حوصلې شې. مالِک خُدائ زما خُدائ پاک به ستا مل وى. هغه به تا نۀ پرېږدى، خو هغه به تر هغې پورې تا سره وى چې د هغۀ يعنې د مالِک خُدائ د کور کار ختم شوے نۀ وى.


خو تاسو تکړه شئ او بې‌حوصلې کېږئ مه، او بيا چې تاسو کوم کار کوئ نو د هغې به تاسو ته اِنعام ملاويږى.“


نو اوس هغوئ مونږ له د دې داسې بدله راکوى، چې راشى او مونږ د هغه مُلک نه وشړى چې تا مونږ له راکړے دے.


تۀ زمونږ خُدائ پاک يې. کله چې ستا خلق بنى اِسرائيليان دې مُلک ته راننوتل، چې کوم خلق دلته اوسېدل نو هغه دې وشړل او د خپل خليل اِبراهيم اولاد له دې هغه مُلک ورکړو چې د همېشه دپاره د هغوئ شى.


نو مالِک خُدائ ته په صبر او انتظار شه، نو ډاډه شه او زړَور شه او د مالِک خُدائ په صبر او انتظار شه.


هغۀ وفرمائيل، ”اے خُدائ پاک ته، ګران انسانه مۀ يرېږه. سلامت اوسه. اوس ډاډه شه، ډاډه شه.“ کله چې هغۀ ما سره خبرې وکړې، ما ته طاقت مِلاو شو او ورته ومې ووئيل، ”اے مالِکه اوس خبره وکړه، ځکه چې تا ما له طاقت راکړے دے.“


خو اوس تکړه شه، اے زرُبابله، مالِک خُدائ فرمائى چې، تکړه شه، اے يشوَع د مشر اِمام يهوصدق زويه، تکړه شه، اے د دې مُلک ټولو خلقو، مالِک خُدائ فرمائى، کار کوئ. ځکه چې زۀ ستاسو مل يم، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى،


مالِک خُدائ ربُ الافواج دا فرمائى چې، ”تاسو څوک چې دا کلام اوس اورئ چې نبيانو فرمائيلے دے څوک چې هلته وُو کله چې د مالِک خُدائ ربُ الافواج د کور بنياد کېښودے شو، خپل لاسونه مضبوط کړئ چې د خُدائ پاک کور جوړ شى.


”د ميراث په توګه هغه زمکه په قبيلو باندې د سړو د شمېر په مطابق تقسيم کړئ.


هغه مُلک قبضه کړئ او په هغې کښې اوسېږئ، ځکه چې زۀ هغه تاسو له درکوم.


بېدار اوسئ، په خپل ايمان قائم اوسئ، زړَور شئ، مضبوط اوسئ.


آخر دا چې په مالِک کښې تکړه اوسئ او د هغۀ په قدرت کښې مضبوط اوسئ.


ګورئ، دا هغه ټوله زمکه ده د کومې چې ما، مالِک خُدائ، ستاسو پلار نيکۀ، اِبراهيم، اِسحاق، يعقوب او د هغوئ د اولاد سره د ورکولو وعده کړې ده. لاړ شئ او هغه قبضه کړئ.“


نن چې زۀ کوم قانون درکوم په هغه ټول عمل کوئ، نو تاسو ته به طاقت مِلاو شى چې د سيند نه پورې وځئ او هغه مُلک قبضه کړئ کوم ته چې تاسو وردننه کېدونکى يئ.


بيا مالِک خُدائ د نون زوئ يشوَع سره خبرې وکړې او ورته يې وفرمائيل، ”تکړه او زړَور اوسه. تۀ به اِسرائيليان هغه مُلک ته بوځې چې ما د هغوئ سره د هغې وعده کړې ده او زۀ به ستا مل يم.“


نو اے زما زويه، نو بيا تۀ په هغه فضل مضبوط شه چې په عيسىٰ مسيح کښې دے.


او څوک هم چې ستا د حُکمونو نه بغاوت کوى او ستا په خبرو باندې عمل نۀ کوى نو مړ به کړے شى. نو بس تۀ تکړه او زړَور اوسه.“


تکړه او زړَور اوسه او په هغه ټول شريعت باندې عمل کوه چې زما خِدمت کوونکى موسىٰ تا له درکړے دے. د هغې نه يو خوا بل خوا مۀ اوړه او بيا چې هر چرته هم تۀ ځې نو کامياب به يې.


دا ياد ساته چې ما تا ته حُکم کړے وو چې تکړه او زړَور اوسه. يرېږه مه او چې بې‌حوصلې نۀ شې، ځکه چې تۀ هر چرته هم ځې نو زۀ مالِک خُدائ ستا خُدائ پاک به ستا مل يم.“


بيا يشوَع آفسرانو ته وفرمائيل، ”يرېږئ مه او نۀ چې بې‌حوصلې شئ. اراده مضبوطه کړئ او تکړه شئ ځکه چې مالِک خُدائ به ستاسو ټولو دشمنانو سره هم دغه شان کوى.“


په دې کښې د هغه صيدانيانو ټوله علاقه شامله ده کوم چې د لبنان د غرونو او مسرفات مائم په مينځ کښې د غرونو په مُلک کښې اوسيږى. کله چې اِسرائيليان مخ په وړاندې ځى نو زۀ به دا ټول خلق وشړم. لکه څنګه چې ما حُکم درکړے دے نو تۀ به هغه مُلک په بنى اِسرائيلو باندې تقسيم کړې.


نو يشوَع بنى اِسرائيلو ته وفرمائيل، ”تاسو به ترڅو پورې دومره اِنتظار کوئ چې تاسو لاړ شئ او هغه مُلک ونيسئ کوم چې مالِک خُدائ ستاسو د پلار نيکۀ خُدائ پاک تاسو له درکړے دے؟


نو مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو له هغه ټول مُلک ورکړو د کوم يې چې د هغوئ پلار نيکۀ سره د ورکولو لوظ کړے وو. کله چې بنى اِسرائيلو دا مُلک قبضه کړو، نو هغوئ هلته په هغه مُلک کښې دېره شول.


فلستيانو، تکړه شئ. د سړو په شان وجنګېږئ، ګنې مونږ به د عبرانيانو غلامان شُو، لکه څنګه چې هغوئ زمونږ غلامان وُو. نو د سړو په شان جنګ وکړئ.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan