3 چې زۀ به هر هغه ځائ تاسو له درکوم چې چرته تاسو قدم ږدئ هم هغه شان لکه څنګه چې ما د موسىٰ سره وعده کړې وه.
تاسو چې چرته هم قدم ږدئ، نو هغه زمکه به ستاسو وى. ستاسو علاقه به د بيابان نه تر لبنان پورې، د فرات د سيند نه واخله د مديترانى د سمندر پورې خوره وى.
دا حقيقت هغوئ له د ابدى ژوندون اُميد ورکوى، د کوم چې خُدائ پاک د ازل نه وعده کړې ده، خُدائ کله هم وعده خلافى نۀ کوى.
ستاسو علاقه به په جنوب کښې د بيابان نه واخله په شمال کښې د لبنان غرونو پورې، نمرخاتۀ طرف د فرات د لوئ سيند نه واخله، نمرپرېواتۀ طرف ته د مديترانى د سمندر پورې خوره وى چې په دې کښې به د حِتيانو ټول مُلک شامل وى.
په هغه وخت موسىٰ ما سره دا لوظ وکړو چې ما او زما بچو ته به بېشکه دا مُلک د ميراث په توګه ملاويږى چې په کوم کښې ما قدم اېښے وو.