Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشوَع 1:18 - Pakistani Yousafzai Pashto

18 او څوک هم چې ستا د حُکمونو نه بغاوت کوى او ستا په خبرو باندې عمل نۀ کوى نو مړ به کړے شى. نو بس تۀ تکړه او زړَور اوسه.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشوَع 1:18
14 Iomraidhean Croise  

اوس پاڅه، دا خبره ستا په لاس کښې ده. مونږ به ستا ملګرتيا کوُو، نو تکړه شه او دا کار وکړه.“


خو زما هغه دشمنانو چې زۀ بادشاه کېدل نۀ غوښتم، هغوئ راولئ او زما په وړاندې يې قتل کړئ.“


بېدار اوسئ، په خپل ايمان قائم اوسئ، زړَور شئ، مضبوط اوسئ.


آخر دا چې په مالِک کښې تکړه اوسئ او د هغۀ په قدرت کښې مضبوط اوسئ.


هر څوک چې دا جرأت وکړى او چې د قاضى يا د اِمام دا فېصله ونۀ منى نو هغه دې خامخا ووژلے شى، چې د بنى اِسرائيلو نه دا ګنده کار ختم شى.


نو پس خبردار شئ چې د هغۀ نه اِنکار ونۀ کړئ څوک چې تاسو ته کلام کوى. نو بيا هغه خلقو ته چې د خُدائ پاک کلام په زمکه اورولے شو، چې هغوئ رد کړو نو بچ نۀ شول، نو هغه پېغام چې د آسمان نه اورولے کيږى کۀ د هغۀ نه مخ اړوُو نو څنګه به بچ شُو؟


مونږ به ستا په خبره عمل کوُو لکه څنګه مو چې همېشه د موسىٰ خبره منلې ده. او مالِک خُدائ ستا خُدائ پاک دې ستا هغه شان مل وى لکه څنګه چې هغه د موسىٰ مل وو.


دا ياد ساته چې ما تا ته حُکم کړے وو چې تکړه او زړَور اوسه. يرېږه مه او چې بې‌حوصلې نۀ شې، ځکه چې تۀ هر چرته هم ځې نو زۀ مالِک خُدائ ستا خُدائ پاک به ستا مل يم.“


بيا يشوَع د شطيم کېمپ نه دوه جاسوسان په پټه ولېږل او دوئ ته يې حُکم ورکړو چې، ”لاړ شئ او د کنعان په حقله معلومات حاصل کړئ او خاص کَر د يريحو ښار په حقله.“ کله چې هغوئ هغه ښار ته ورغلل نو لاړل چې د راحب نومې کنجرې کره شپه وکړى.


بيا خلقو سموئيل ته ووئيل، ”هغه خلق چرته دى چې کومو وئيل چې ساؤل به زمونږ بادشاه نۀ وى؟ هغوئ مونږ ته حواله کړه او مونږ به يې ووژنو.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan