Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشوَع 1:16 - Pakistani Yousafzai Pashto

16 هغوئ يشوَع ته ووئيل، ”مونږ به هغه هر څۀ کوُو چې تۀ يې مونږ ته حُکم کوې او هر چرته مو چې لېږې نو مونږ به ځُو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشوَع 1:16
10 Iomraidhean Croise  

اوس پاڅه، دا خبره ستا په لاس کښې ده. مونږ به ستا ملګرتيا کوُو، نو تکړه شه او دا کار وکړه.“


د جاد او د روبين سړو ووئيل، ”صاحِبه، مونږ به هم هغه شان وکړُو چې څنګه تۀ حُکم کوې.


د جاد او روبين کسانو ورته ووئيل، ”صاحِبه، مونږ به هم هغه شان وکړُو چې څنګه مالِک خُدائ حُکم کړے دے.


د نون زوئ يشوَع د اِلهامى حِکمت نه ډک شو، ځکه چې موسىٰ هغه مقرر کړے وو چې د هغۀ په ځائ کار کوى. بنى اِسرائيلو د يشوَع تابعدارى وکړه او هغه حُکمونه يې پوره کړل چې مالِک خُدائ د موسىٰ په ذريعه هغوئ له ورکړى وُو.


موسىٰ، واپس لاړ شه او هغه هر څۀ په غور سره واوره څۀ چې مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک فرمائى. بيا واپس راشه او چې هغۀ درته څۀ وئيلى وى نو هغه مونږ ته ووايه. مونږ به هغې ته غوږ ونيسو او عمل به پرې وکړُو.


ايماندارانو ته دا خبره ورياده کړه چې د حاکمانو او د اختيار د خاوندانو فرمانبردارى دې کوى او د هر نېک کار دپاره دې تيار وى.


تر دې چې مالِک خُدائ هغوئ او تاسو له هم آرام درکړى او چې هغوئ هغه زمکه ونيسى چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک هغوئ له ورکړې ده. نو بيا به تاسو خپل هغه مُلک ته راشئ او قبضه به يې کړئ چې د اُردن سيند نه اخوا نمرخاتۀ طرف ته دے، کوم چې د مالِک خُدائ خِدمت کوونکى موسىٰ تاسو له درکړے دے.“


مونږ به ستا په خبره عمل کوُو لکه څنګه مو چې همېشه د موسىٰ خبره منلې ده. او مالِک خُدائ ستا خُدائ پاک دې ستا هغه شان مل وى لکه څنګه چې هغه د موسىٰ مل وو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan