13 ”هغه څۀ مۀ هېروئ چې د مالِک خُدائ خِدمت کوونکى موسىٰ تاسو ته فرمائيلى وُو چې، ”مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به تاسو له د آرام ځائ درکړى او هغه به تاسو له دا زمکه درکړى.“
مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، ”د بنى اِسرائيلو کوم خلق چې د مرګ نه بچ پاتې شوى وُو ما په هغوئ په بيابان کښې فضل وکړو، کله چې هغوئ د آرام په تلاش کښې روان وُو ما د هغوئ ساتنه وکړه.
ستاسو ښځې، ماشومان او څاروى به په هغه زمکه باندې پاتې شى چې موسىٰ د اُردن سيند بلې غاړې ته تاسو له درکړې ده. خو ستاسو تکړه لښکر به سره د وسلې د بنى اِسرائيلو وروڼو د مدد دپاره مخکښې روان وى،
مالِک خُدائ هغوئ له هم هغه شان د هر طرف نه امن ورکړے وو، لکه څنګه چې هغۀ د هغوئ د پلار نيکۀ سره لوظ کړے وو. د هغوئ يو دشمن هم د هغوئ مقابله نۀ شوه کولے ځکه چې مالِک خُدائ هغوئ له په ټولو دشمنانو باندې فتح ورکړې وه.