Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشوَع 1:11 - Pakistani Yousafzai Pashto

11 ”په کېمپ کښې وګرځئ او خلقو ته ووايئ چې، څۀ خوراک تيار کړئ ځکه چې درې ورځې پس به تاسو د اُردن سيند نه واوړئ او هغه مُلک به قبضه کړئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې تاسو له درکوى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشوَع 1:11
9 Iomraidhean Croise  

”د مالِک خُدائ د خلقو بادشاه حزقياه له واپس لاړ شه او هغۀ ته ووايه، ما يعنې مالِک خُدائ، ستا د پلار نيکۀ داؤد خُدائ پاک ستا دُعا اورېدلې ده او ستا اوښکې مې ليدلې دى. زۀ به تا روغ کړم او په درې ورځو کښې به د مالِک خُدائ کور ته لاړ شې.


او په درېمه ورځ دې تيار اوسيږى. په هغه ورځ به زۀ د ټولو خلقو په موجودګۍ کښې د سينا غرۀ ته راکوز شم.


په ډېر لږ وخت کښې به هغه مونږ بحال کړى او په لږ وخت کښې به شفا راکړى او داسې به مونږ د هغۀ په حضور کښې ژوند تېروو.


زر به تاسو د اُردن سيند نه واوړئ او هغه مُلک به قبضه کړئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې تاسو له درکوى. کله چې هغه مُلک ونيسئ او په کښې اوسېږئ،


هم په هغه وخت، ما هغوئ ته دا اصُول وښودل، مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک د اُردن نمرخاتۀ طرف ته دا مُلک د نيولو دپاره تاسو له درکړے دے. خپلو جنګى سړو له وسله ورکړئ او هغوئ د بنى اِسرائيلو د نورو قبيلو نه مخکښې د اُردن نه پورې ولېږئ، چې په هغه مُلک نيولو کښې د هغوئ مدد وکړى.


اے بنى اِسرائيلو واورئ. تاسو به نن د اُردن سيند نه پورې وځئ او هغه مُلک به قبضه کړئ چې د هغه قومونو دے چې ستاسو نه لوئ او طاقتور دى. د هغوئ ښارونه لوئ لوئ دى چې دېوالونه يې آسمان ته رسيږى.


بيا يشوَع مشرانو له حُکم ورکړو چې،


هغۀ وفرمائيل، ”زما خِدمت کوونکے موسىٰ مړ دے نو اوس تۀ او اِسرائيليان تيار شئ او د اُردن د سيند نه پورې غاړه هغه زمکې ته واوړئ چې زۀ به يې تاسو له درکوم.


درې ورځې پس مشرانو په کېمپ کښې چکر لګولو


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan