9 خو خُدائ پاک يُونس ته وفرمائيل، ”ولې تۀ د دې بوټى په حقله د غصه کېدو څۀ حق لرې؟“ ”آو، زۀ يې لرم،“ يُونس ورته وفرمائيل، ”زۀ دومره غصه يم چې د دې ژوند نه راله مرګ ښۀ دے.“
اخىاب کور ته لاړو او چې نبوت ورته څۀ وئيلى وُو په هغې باندې خفه او غصه وو. هغه په خپل کټ کښې څملاستو، ځان يې مرَور کړو او خوراک يې نۀ کولو.
تۀ په غصه کښې هسې خپل ځان سوزوې، ستا دپاره دې دُنيا پرېښودلے شى څۀ، يا غرونه دې ستا دپاره د خپل ځائ نه لرې کړے شى څۀ؟
خبردار چې رشوت دې دوکه نۀ کړى، او دولت دې بېلارې نۀ کړى.
په حقيقت کښې نفرت کم عقل خلق وژنى، او حسد ساده خلق وژنى.
خو يُونس په دې ډېر خفه وو او هغه سخت غصه شو.
خو مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”تۀ په دې بوټى دومره غمګين شوې، اګر چې تا د دې دپاره څۀ نۀ دى کړى او نۀ دې غټ کړے دے. دا په يوه شپه کښې زرغون شو او په يوه شپه کښې اوچ شو.
کله چې نمر راوختلو، نو خُدائ پاک د مشرق د طرف نه توده هوا راولېږله، او د يُونس په سر نمر دومره تېز لګېدو چې هغه ګرمۍ ووهلو. هغۀ مرګ وغوښتو، او وې فرمائيل چې، ”د دې ژوند نه به زما دپاره مرګ ښۀ وى.“
او هغوئ ته يې وفرمائيل چې، ”زما زړۀ د غمه چوى، دلته ايسار شئ او ما سره بېدار اوسئ.“
ځکه چې د خُدائ پاک د مرضۍ غم داسې توبه راپېدا کوى چې اَنجام يې خلاصون دے او په هغې پښېمانه کېدل نشته، خو د دُنيا غم مرګ پېدا کوى.
په دې ورځو کښې به خلق مرګ غواړى خو مرګ به ورته نۀ ملاويږى، هغوئ به د مرګ خواهش کوى خو مرګ به د هغوئ نه تښتى.
هغې به هره ورځ د هغۀ نه تپوس کولو. هغې هغه دومره تنګ کړے وو چې پوزې له ترې راغلو.