Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يُونس 4:6 - Pakistani Yousafzai Pashto

6 بيا مالِک خُدائ د يو بوټى بندوبست وکړو او دا يې د يُونس دپاسه لوئ کړو چې د هغۀ په سر باندې سورے جوړ کړى او د هغۀ غصه سړه کړى، او يُونس د دې په ليدو ډېر خوشحاله شو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يُونس 4:6
11 Iomraidhean Croise  

کله چې همان د مېلمستيا نه لاړو نو هغه خوشحاله او ښۀ په سُر کښې وو. خو بيا هغۀ مردکے وليدو چې د محل د دروازې په خولۀ کښې وو او کله چې هغه تېرېدو نو مردکے ورته پانۀ څېدو او نۀ ورباندې د هغۀ رُعب څۀ اثر وکړو، نو همان ورته سخت غصه شو.


لکه چې غلامان د سورى په ارمان وى، او لکه مزدوران د خپلې تنخواه په طمع وى.


ستا دولت به د سترګو په رپ کښې فنا شى، او خپلې وزرې به پرانيزى او د باز په شان به آسمان ته والوځى.


حزقياه پېغام وړونکو ته په خېر راغلے ووئيل او هغوئ ته يې خپل سپين زر، سرۀ زر، خپلې مصالحې او قيمتى تېل او ټول فوجى سامان او وسله وښودل. د هغۀ د ګودام په کوټو کښې يا د هغۀ د بادشاهۍ په بل ځائ کښې هم داسې څۀ پاتې نۀ شول چې هغۀ ورته ښودلى نۀ وُو.


تاسو د لودبار په فتح خوشحالى کوئ، او وايئ چې، ”آيا مونږ په خپل طاقت سره قرنَيم نۀ دے نيولے څۀ؟“


خو مالِک خُدائ يو غټ کب راولېږلو چې يُونس تېر کړى، او يُونس درې ورځې او درې شپې د کب په ګېډه کښې وو.


يُونس بهر ووتلو او د ښار د نمرخاتۀ طرف ته په يو ځائ کښې کښېناستو. هغۀ هلته د ځان دپاره دالان جوړ کړو، او د هغې د سورې لاندې کښېناستو او اِنتظار يې کولو چې دې ښار سره به څۀ چل کيږى.


خو بل سحر وختى خُدائ پاک يو چينجے راولېږو، چې هغه بوټے يې وخوړو او هغه بوټے مړاوے شو.


خو په دې مۀ خوشحالېږئ چې پيريان ستاسو تابعدارى کوى بلکې په دې خوشحاله شئ چې ستاسو نومونه په آسمان کښې وليکلے شول.“


او ژړېدونکى دې داسې وى لکه چې هغوئ نۀ ژړل، او څوک چې خوشحالى کوى، هغوئ دې داسې وى لکه چې هغوئ خوشحالى نۀ کوى، او اخستونکى دې داسې وى لکه چې مال ورسره نۀ وى،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan