Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يُونس 4:5 - Pakistani Yousafzai Pashto

5 يُونس بهر ووتلو او د ښار د نمرخاتۀ طرف ته په يو ځائ کښې کښېناستو. هغۀ هلته د ځان دپاره دالان جوړ کړو، او د هغې د سورې لاندې کښېناستو او اِنتظار يې کولو چې دې ښار سره به څۀ چل کيږى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يُونس 4:5
10 Iomraidhean Croise  

کله چې الياس آواز واورېدو، نو هغۀ خپل مخ په چُوغه کښې پټ کړو، بهر لاړو او د غار په خولۀ کښې ودرېدو. او هغۀ ته يو آواز وشو چې، ”الياسه، تۀ دلته څۀ کوې؟“


هلته هغه يو غار ته ورننوتلو او شپه يې په کښې تېره کړه. او د مالِک خُدائ کلام پرې نازل شو چې، ”الياسه، تۀ دلته څۀ کوې؟“


د هغوئ د بدترين لالچ په وجه زۀ هغوئ ته په قهر وم، نو په دې وجه ما هغوئ له سزا ورکړه او هغوئ مې رد کړل. خو هغوئ ضديان وُو او بيا بيا به خپلو لارو ته راواپس کېدل.


خو چې کله زۀ ووايم چې، ”زۀ به د مالِک خُدائ په حقله خبرې نۀ کوم او نۀ به نور د هغۀ پېغام چا ته رسوم،“ نو بيا د هغۀ کلام زما په زړۀ کښې لکه د اور په شان بليږى او هغه اور زما هډوکو ته رسيږى. زۀ په ځان کښې د هغۀ د ايسارولو د کوشش په وجه ډېر ستړے شوے يم او زۀ هغه نۀ شم ايسارولے.


د سمندرى جهاز ماڼکيان ډېر يرې واخستل او هر يو خپل خُدائ ته چغې وهلې. او هغوئ د جهاز د وزن سپکولو دپاره سامان سمندر ته وغورزولو. خو يُونس ښکته کوز شوے وو، هلته هغه په خوږ خوب اودۀ پروت وو.


مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”آيا تا ته د غصه کېدو څۀ حق شته؟“


بيا مالِک خُدائ د يو بوټى بندوبست وکړو او دا يې د يُونس دپاسه لوئ کړو چې د هغۀ په سر باندې سورے جوړ کړى او د هغۀ غصه سړه کړى، او يُونس د دې په ليدو ډېر خوشحاله شو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan