1 خو يُونس په دې ډېر خفه وو او هغه سخت غصه شو.
مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”آيا تا ته د غصه کېدو څۀ حق شته؟“
خو خُدائ پاک يُونس ته وفرمائيل، ”ولې تۀ د دې بوټى په حقله د غصه کېدو څۀ حق لرې؟“ ”آو، زۀ يې لرم،“ يُونس ورته وفرمائيل، ”زۀ دومره غصه يم چې د دې ژوند نه راله مرګ ښۀ دے.“
دا زما اختيار نۀ دے څۀ چې زۀ خپل مال څنګه وويشم؟ تۀ په دې راته په بد نظر ګورې چې زۀ سخى يم؟
خو مشر زوئ يې غصه شو او کور ته د ننوتو نه يې اِنکار وکړو. د هغۀ پلار بهر راغلو او ورته يې مِنت زارى وکړه چې دننه راځه.
کله چې د هغۀ کوربه فريسى دا وليدل نو د ځان سره يې ووئيل، ”کۀ دا سړے چرې رښتينے نبى وے نو هغه به په دې خبر وے چې دا لاس وروړونکې ښځه څوک ده او دا څنګه ښځه ده يعنې يوه ګناهګاره ده.“
بيا پولوس او برنباس په ډاګه ووئيل چې، ”دا ضرورى وه چې اول دې تاسو بنى اِسرائيلو ته د خُدائ پاک کلام واورولے شى، خو چې تاسو يې نۀ قبلوئ او خپل ځانونه د تل عُمرى ژوندون لائق نۀ ګڼئ، نو اوس مونږ غېريهوديانو ته دعوت ورکوو.