زۀ به ستا په عُمر کښې پينځلس کاله نور زيات کړم. زۀ به تا او د يروشلم دا ښار د اسور بادشاه نه بچ کړم. زۀ به د خپل عزت او د خپل خِدمت کوونکى داؤد د خاطره د دې ښار حِفاظت کوم.“
کۀ تاسو په دې مُلک کښې پاتې شئ، نو زۀ به تاسو بيا آباد کړم او نۀ به مو خرابوم، زۀ به تاسو وکرم او تاسو به د بېخ نه نۀ وباسم. زۀ ستاسو په هغه افت کوم چې ما په تاسو نازل کړے دے پښېمانه يم.