2 ”د نينوه لوئ ښار ته لاړ شه او هغوئ ته هغه پېغام واوروه کوم به چې زۀ تا له درکوم.“
او هغوئ او د هغوئ اولاد ته يې دا نصيحت کړے وو چې په صحيح وخت باندې د پوريم ورځې هم هغه شان مناو کړى، لکه څنګه چې هغوئ د روژو د نيولو او د غم د وخت اصُول خپل کړى دى. د دې حُکم مردکى او مَلِکه اِستَر دواړو کړے وو.
بيا موسىٰ هارون ته هغه هر څۀ وفرمائيل څۀ چې مالِک خُدائ د فرمائيلو دپاره لېږلے وو، هغۀ د هغه معجزو په حقله هم هغۀ ته وفرمائيل د کومو چې مالِک خُدائ د کولو حُکم ورکړے وو.
نو تۀ يرمياه اوس ځان تيار کړه، او راپاڅه او هر هغه څۀ چې زۀ درته وايم دا هغوئ ته ووايه. د هغوئ نه مۀ يرېږه، ګنې زۀ به تا د هغوئ په وړاندې سخت ويروم.
خو مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې، ”داسې مۀ وايه چې زۀ لا هلک يم ځکه زۀ چې هر چا ته تا ورلېږم نو تۀ به ورځې او هر څۀ چې درته وايم هغه به ورته وائې.
تۀ زما کلام هغوئ ته ووايه، کۀ هغوئ ورته غوږ نيسى او کۀ نۀ نيسى، ځکه چې هغوئ بلکل سرکشه دى.
او راته يې وفرمائيل چې، ”اے بنى آدمه، ما تۀ د بنى اِسرائيلو دپاره محافظ مقرر کړې، نو هغه کلام واوره کوم چې زۀ تا ته وايم او زما د خوا نه هغوئ ته خبردارے ورکړه.
”سمدستى د نينوه لوئ ښار ته لاړ شه او د هغې خلاف زما د فېصلې اعلان وکړه، ځکه چې ما ليدلى دى چې د دغه ښار خلق څومره بدعمله دى.“
بيا په دوېم ځل د مالِک خُدائ کلام په يُونس نازل شو،
يُونس د مالِک خُدائ حُکم ومنلو او نينوه ته لاړو. نو د نينوه ښار دومره لوئ وو چې د دې نه پېدل تېرېدو دپاره درې ورځې پکار وې.
او داسې کارونه وکړئ چې ورنه ستاسو د توبې ايستلو پته ولګى.
د دې نه پس عيسىٰ هغه د خُدائ په کور کښې وليدو او ورته يې وفرمائيل، ”وګوره، تۀ ښۀ شوے يې. نوره ګناه مۀ کوه، چې د دې نه درته زيات تکليف پېښ نۀ شى.“