Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يُونس 2:8 - Pakistani Yousafzai Pashto

8 هغه څوک چې د بې‌کاره بُتانو عبادت کوى، هغوئ د مالِک خُدائ ټولو رحمونو ته شا کوى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يُونس 2:8
11 Iomraidhean Croise  

هغوئ هغه اصُول ونۀ منل او هغه لوظ يې پوره نۀ کړو کوم يې چې د هغوئ د پلار نيکۀ سره کړے وو او هغوئ د هغۀ خبردارى ته پام ونۀ کړو. هغوئ د غلطو بُتانو عبادت وکړو او خپل ځانونه يې سپک کړل، هغوئ د ګېرچاپېره قومونو په رِواجونو باندې روان وُو او د مالِک خُدائ د هغه حُکم نافرمانى يې وکړه چې د هغوئ د رِواج نقل مۀ کوئ.


وګوره زما ښې طرف ته وګوره هيڅوک زما پرواه نۀ کوى، زما پناه ګاه نشته هيڅوک زما د ژوند پرواه نۀ کوى.


څوک چې د بې‌کاره بُتانو عبادت کوى د هغوئ نه زما نفرت دے. اے مالِکه خُدايه په تا باندې زما يقين دے.


ما په خټو کښې د ډوبېدو نه بچ کړه، څوک چې رانه نفرت کوى د هغوئ نه ما بچ کړه، او د ژورو اوبو نه مې رابهر کړه.


هغوئ ټول کم عقل او بې‌وقوفه دى، ځکه هغوئ چې د څۀ عبادت کوى هغه د لرګى نه جوړ شوى دى.


اے مالِکه خُدايه، تۀ زما طاقت او زما قلعه يې، د مصيبت په وخت کښې زما پناه ګاه يې. د دُنيا د آخر سر نه به قومونه تا ته راشى او وائى به چې، ”زمونږ پلار نيکۀ سره هيڅ نۀ وو بلکې دروغژن معبودان، هغه بې‌کاره بُتان چې دوئ ته هيڅ قسمه ښېګړه نۀ شى ورکولے.


”ځکه چې زما خلقو دوه ګناهونه کړى دى، يو دا چې هغوئ زۀ چې د ژوندون د اوبو چينه يم پرېښودے يم، او بل دا چې د خپل ځان دپاره يې مات شوى تالابونه جوړ کړى دى په کوم کښې چې اوبۀ نۀ ايساريږى.“


اے ټولو خلقو تاسو واورئ، اے زمکې او ټولو خلقو چې په دې کښې يئ، غوږ ونيسئ، مالِک خُدائ پاک دې ستاسو خِلاف د خپل مقدس کور نه ګواهى ورکړى،


د بې‌کاره بُتانو عبادت دپاره واپس مۀ ورګرځئ، هغه بُتان نۀ ستاسو مدد کولے شى او نۀ مو بچ کولے شى، ځکه چې دا بې‌کاره دى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan