6 زۀ لاندې د غرونو بېخ پورې ډوب شوم، لاندې زمکې زۀ د همېشه دپاره بنديوان کړم. خو تا زما ژوند د کندې نه راوويستو، اے زما مالِکه خُدايه.
او هغه په هغه کس باندې مِهربانه شى او ووائى چې، هغه بچ کړه چې قبر ته لاړ نۀ شى، ځکه چې ما ته د هغۀ د ژوند قيمت مِلاو شوے دے.
خُدائ پاک زۀ د قبر نه بچ کړم، او زما ژوند به په رڼا کښې وى.
تا زمکه په سېلاب باندې لکه د جامو پټه کړې ده، او اوبۀ د غرونو دپاسه ودرېدلې دى.
د غرونو نه ښکته وبهېدلې، او لاندې درو ته لاړلې، او هغه ځايونو ته چې کوم تا ورته مقرر کړى وُو.
د مرګ پړو راګېر کړے يم، د قبر سخته په ما راغلې ده، زۀ په خپل خفګان او تکليفونو کښې ډوب شوم.
اے مالِکه خُدايه، ما ته زر جواب راکړه، زۀ نااُميده شوے يم. ما نه خپل مخ مۀ اړوه، نو ګنې زۀ به د هغوئ په شان شم څوک چې ښکته قبر ته روان وى.
زما روح به تۀ پرې نۀ ږدې په عالمِ ارواح کښې، خاورې کېدو ته به پرې نۀ ږدې تۀ خپل قُدوس.
ګېرچاپېره رانه تاو دى د قبر زنځيرونه، زما په لار کښې مرګى خپل دامونه غوړولى دى.
اے مالِکه خُدايه تا زۀ د قبر نه راوويستم، تا زۀ د مرګ کندې ته د غورزېدو نه بچ کړم.
”تا ته څۀ فائده ده چې زۀ مړ شم، او ګور ته لاړ شم؟ زما خاورې ستا ثناء صِفت کولے شى څۀ؟ دا ستا وفادارى بيانولے شى څۀ؟
خو، اے پاکه خُدايه، تۀ په خپله د تباهۍ په کنده کښې وغورزوې شريران، په ځوانۍ کښې به مړۀ شى دوکه ماران او قاتلان. خو زۀ به لرم په تا باندې ايمان.
تا چې غرونه په خپل زور ودرولې دى، خپل ځان دې په طاقت سمبال کړے دے.
زما د پښو دپاره کلکه زمکه نشته خټو کښې ډوبېږم په ژورو اوبو کښې سېلاب راګېر کړے يم ډوبېږم.
ما وئيل چې د ژوند په ښۀ دور کښې زۀ د مړو دُنيا ته روان يم، زما د ژوند باقى ټول کالونه زما نه اخستے شوى دى.
يقيناً چې دا سختى زما دپاره ښۀ وه. ځکه چې تا زۀ د مرګ نه بچ کړم او زما ټول ګناهونه دې شاته وغورزول.
سمندر څوک په موټى کښې نيولے شى، يا څوک آسمان د لاسونو په ذريعه ناپ کولے شى؟ د زمکې د خاورې وزن چا معلوم کړے دے يا څوک په تله غرونه او د غرونو غونډۍ تللے شى؟
نو بيا به زۀ تا د هغه چا سره لاندې کندې ته بوځم، هغه خلقو له څوک چې ډېر وړاندې تېر شوى دى. او زۀ به تا په لاندې زمکه کښې اوسوم، لکه د پخوانو تباه شوو سره به اوسيږى، د هغوئ سره څوک چې لاندې کندې ته روان وى، نو تۀ به بيا هيڅکله راواپس نۀ شې او نۀ به د ژوندو په دُنيا کښې خپل ځائ ته ورسېږې.
پس د دې نه دې د بل يو مُلک ونه هم په خپله دومره کبر نۀ کوى اګر چې سر يې د وريځو نه اوچت شوے هم وى او جرړې يې اوبو ته رسېدلې دى، ځکه چې هغه ټولې د مرګ خوا ته روانې دى، يعنې د فانى انسانانو سره لاندې قبر ته، د هغوئ سره څوک چې لاندې قبر ته روان دى.
غرونو تۀ وليدلې او ولړزېدل، د اوبو سېلابونه وبهېدل، ژورو اوبو شور جوړ کړو، او خپلې چپې يې اوچتې کړې.
هغه چې ودرېدو، او زمکه يې خوځوله، هغۀ کتل او قومونه يې لړزول. پخوانى غرونه ذرې ذرې کېدل، او د ډيرې زمانې غونډۍ راغورزېدلې. د شروع نه د هغۀ تلل داسې دى.
خو زۀ تا ته دا وايم چې تۀ پطروس يې، چې معنىٰ يې ګټ دے، چې زۀ به خپل جماعت په دې ګټ آبادوم، او په دې به مرګ هم هيڅکله غالبېدے نۀ شى.
زما قهر به د اور په شان لمبې ووهى او په زمکه باندې هر څيز به وسوزوى. دا به لاندې دُنيا ته ورسيږى او د غرونو بېخونه به تباه کړى.