Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يُونس 2:4 - Pakistani Yousafzai Pashto

4 ما ووئيل، زۀ ستا د حضور نه شړلے شوے يم، خو زۀ به بيا هم ستا مقدس کور ته ګورمه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يُونس 2:4
20 Iomraidhean Croise  

خو کۀ د دشمن په مُلک کښې هغوئ په رښتيا او خلوص سره توبه وباسى او تا ته سوال وکړى او مخ يې دې مُلک ته وى چې تا زمونږ پلار نيکۀ له ورکړے دے، هغه ښار چې تا خوښ کړے دے او دا کور چې ما ستا دپاره جوړ کړے دے،


نو زۀ به خپل خلق بنى اِسرائيليان د هغه مُلک نه لرې کړم کوم چې ما ورکړے دے. او زۀ به دا کور هم پرېږدم چې ما د خپل عبادت دپاره مقدس کړے دے. ټول قومونه به د بنى اِسرائيلو په مُلک پورې خندا کوى او سپک به ورته ګورى.


کۀ په هغه مُلک کښې هغوئ په رښتيا او د زړۀ د اخلاصه توبه وباسى او سوال وکړى چې مخ يې دې مُلک ته وى کوم چې تا د هغوئ پلار نيکۀ له ورکړے دے، هغه ښار چې کوم تا خوښ کړے دے او هغه کور چې ما ستا دپاره جوړ کړے دے،


نو د يرې نه ما چغه کړه چې، ”زۀ د مالِک نظر نه غورزېدلے يم.“ خو تا زما واورېدل کله چې زۀ د مدد دپاره ژړېدلے يم.


مالِک خُدائ د ورځې خپله ابدى مينه په ما راوروى، د هغۀ حمد په شپه کښې زما زړۀ کښې وى، دُعا کوم هغه خُدائ پاک ته چې څوک ژوند راکوى.


ستا د لوئ رحم په وجه به زۀ دننه شم ستا کور ته، ډېر په يره په سجده به شم ستا مقدس کور ته.


زۀ دې د قبر کندې ته غورزولے يم، تا زۀ تور تيارو ته غورزولے يم.


ستا غضب په ما بار شوے دے، او ستا ټولو چپو زۀ رالاندې کړے يم.


يقيناً چې دا سختى زما دپاره ښۀ وه. ځکه چې تا زۀ د مرګ نه بچ کړم او زما ټول ګناهونه دې شاته وغورزول.


خو د يروشلم خلقو ووئيل، ”مالِک خُدائ مونږ پرېښى يُو. او هغۀ مونږ هېر کړى يُو.“


بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”کۀ چرې موسىٰ او سموئيل هم دلته ودرېدلى وے او ما ته يې د دې خلقو په حقله مِنت زارى کړے وے، نو زما زړۀ به دوئ ته مائل شوے نۀ وو. هغوئ زما د حضور نه وشړه، او پرېږده چې ځى.


زۀ به تاسو د خپل حضور نه داسې وشړم لکه څنګه چې ما ستاسو خپلوان د اِفرائيم خلق شړلى وُو.“


اوبۀ زما تر سره راورسېدلې او وئيل مې چې ډوبېږم.


بيا هغۀ ما ته وفرمائيل، ”اے بنى آدمه، دا هډوکى د ټول بنى اِسرائيلى قوم دى. هغوئ وائى چې، زمونږ هډوکى اوچ شوى دى او زمونږ اُميد ختم شوے دے، او مونږ ختم شوى يُو.


خو کله چې دانيال په دې خبر شو چې دا فرمان جارى شوے دے، نو هغه په خپل کور کښې بره کوټې ته لاړو چې کړکۍ يې د يروشلم طرف ته کولاو وې. نو هره ورځ به يې درې ځله سجده او دُعا کوله، او د خپل خُدائ پاک شُکر به يې ادا کولو، لکه څنګه چې هغۀ وړاندې کول.


کله چې زما ساه وتله، نو اے مالِکه خُدايه ما ته تۀ ياد وې، او زما دُعا ستا مقدس کور کښې تا ته درورسېده.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan