يُونس 1:3 - Pakistani Yousafzai Pashto3 خو يُونس د مالِک خُدائ نه وتښتېدو او ترسيس ته روان شو. هغه يافا ښار ته ورسېدو، هلته هغۀ وکتل چې يو سمندرى جهاز ترسيس ته تلو والا دے. هغۀ کرايه ورکړه او سمندرى جهاز ته وختو او ترسيس ته روان شو چې د مالِک خُدائ نه وتښتى. Faic an caibideil |
هغۀ مالِک خُدائ ته دُعا وکړه، ”اے مالِکه خُدايه، ولې هم دا زما خيال نۀ وو چې تۀ به داسې کوى کله چې زۀ لا په خپل کور کښې وم؟ نو په هم دې وجه زۀ دومره زر ترسيس ته وتښتېدم. ما ته پته وه چې تۀ رحمان او رحيم خُدائ يې، تۀ په غصه کښې صبر کوونکے او د مينې نه ډک يې، داسې مالِک خُدائ يې چې په افت رالېږلو کښې خپله فېصله بدلوى.