17 خو مالِک خُدائ يو غټ کب راولېږلو چې يُونس تېر کړى، او يُونس درې ورځې او درې شپې د کب په ګېډه کښې وو.
نو خُدائ پاک غټې سمندرى بلاګانې پېدا کړې، هر قِسم ساه لرونکى څيزونه چې په اوبو کښې اوسيږى او هر قِسم مارغان يې پېدا کړل. او خُدائ پاک د دې په ليدو خوشحاله وو.
او مالِک خُدائ کب ته حُکم وکړو، او کب يُونس په اوچه زمکه بهر وغورزولو.
بيا مالِک خُدائ د يو بوټى بندوبست وکړو او دا يې د يُونس دپاسه لوئ کړو چې د هغۀ په سر باندې سورے جوړ کړى او د هغۀ غصه سړه کړى، او يُونس د دې په ليدو ډېر خوشحاله شو.
اے مالِکه خُدايه، زۀ ستا د شُهرت نه خبر يم، ستا د عجيبه کارونو په وجه زۀ په يره کښې يم، اے مالِکه خُدايه. زمونږ د ژوند په ورځو کښې خپل کار تازه کړه، زمونږ په وخت کښې هغه دوباره څرګند کړه. او په خپله غصه کښې دې رحم ياد ساته.
نو لکه څنګه چې يُونس د کب په ګېډه کښې درې ورځې او درې شپې تېرې کړې نو دغه شان به اِبن آدم هم درې ورځې او درې شپې د زمکې په تَل کښې تېرې کړى.
دا يوه بدکاره او زناکاره پيړۍ ده چې نښې غواړى خو د يُونس نبى د نښې نه سېوا يوه نښه به هم دوئ ته ورنۀ کړے شى.“ نو بيا هغه ترې روان شو او هغوئ يې پرېښودل.
لکه څنګه چې يُونس د نينوه د خلقو دپاره نښه وګرځېدو، دغه شان به اِبن آدم هم د دې پيړۍ دپاره نښه وګرځى.