12 ”ما اوچت کړئ او سمندر ته مې وغورزوئ،“ يُونس ورته جواب ورکړو، ”نو طوفان به قلار شى. ما ته پته ده چې دا زما غلطى ده چې په تاسو دا لوئ طوفان راغلو.“
داؤد فرښته وليده چې هغې خلق وژل او مالِک خُدائ ته يې وفرمائيل، ”زۀ ګناهګار يم. زۀ هغه کس يم چا چې غلطى کړې ده. دې عاجزو خلقو څۀ کړى دى؟ تا له په کار دى چې ما او زما خاندان له سزا راکړې.“
داؤد دُعا وکړه، ”اے خُدايه پاکه، زۀ هغه څوک يم چا چې ګناه کړې ده. زۀ هغه څوک يم چا چې د مردمشمارۍ حُکم ورکړو. دې غريبانانو خلقو څۀ کړى دى؟ مالِکه خُدايه، زما خُدايه پاکه. ما او زما خاندان له سزا راکړه او خپل خلق بچ کړه.“
ستا بدعملى صرف ستا په شان بنى آدم باندې اثر کوى، او ستا ښۀ عمل هم صرف په نورو بنيادمو اثر کوى.
حِکمت د جنګ د وسلو نه طاقتور دے، خو يو ګناهګار کس ډېر زيات ښۀ کارونه تباه کولے شى.
د سمندر چپې لا نورې هم زياتېدې نو هغوئ هغۀ نه تپوس وکړو، ”مونږ تا سره څۀ وکړُو چې مونږ دپاره دا سمندر په آرام شى؟“
باوجود د دې، هغه سړو چپو وهلو سره د سمندر غاړې ته د تلو ډېر کوشش وکړو. خو هغوئ ونۀ رسېدل، ځکه چې سمندر کښې طوفان د مخکښې نه نور هم خطرناک شو.
تاسو په دې نۀ پوهېږئ چې ستاسو دپاره دا غوره ده چې د قوم دپاره دې يو سړے مړ کړے شى، نه چې ټول قوم تباه او برباد شى.“
او هغې راته ووئيل چې پولوسه، يرېږه مه، تۀ ضرور د قيصر په وړاندې ودرېږه، او څوک چې تا سره په جهاز کښې دى، خُدائ پاک به ستا د خاطره هغوئ بچ کړى.
نو په دې وجه بنى اِسرائيل د خپلو دشمنانو مقابله نۀ شى کولے. هغوئ د خپلو دشمنانو نه په شا شول ځکه چې هغوئ په خپله اوس د تباهۍ حقدار دى. زۀ به تر هغې پورې نور ستاسو مل نۀ يم چې تاسو هغه وقف شوى څيزونه تباه کړى نۀ وى چې کوم تاسو سره دى.