Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يُونس 1:10 - Pakistani Yousafzai Pashto

10 يُونس هغوئ ته دا هم وفرمائيل چې، ”زۀ د مالِک خُدائ د حضور نه تښتم.“ دې هر څۀ اورېدو سره مسافر سخت ويرېدل او ورته يې ووئيل، ”دا تا څۀ کړى دى؟“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يُونس 1:10
8 Iomraidhean Croise  

نو مالِک خُدائ، خُدائ پاک د ښځې نه تپوس وکړو، ”تا ولې داسې وکړل؟“ هغې ورته وفرمائيل، ”زۀ خو مار دوکه کړم او ما وخوړله.“


خو يوآب بادشاه ته ووئيل، ”بادشاه سلامت، مالِک خُدائ ستا خُدائ پاک دې بنى اِسرائيليان د اوس نه يو په سل نور هم زيات کړى او ژوندے اوسې چې تۀ يې وګورې. خو بادشاه سلامت، تۀ داسې کول ولې غواړې؟“


دا په بې‌رحمۍ سره په هغوئ باندې راوغورزيږى، اګر چې هغوئ د تښتېدو پوره کوشش کوى.


د سمندر چپې لا نورې هم زياتېدې نو هغوئ هغۀ نه تپوس وکړو، ”مونږ تا سره څۀ وکړُو چې مونږ دپاره دا سمندر په آرام شى؟“


خو يُونس د مالِک خُدائ نه وتښتېدو او ترسيس ته روان شو. هغه يافا ښار ته ورسېدو، هلته هغۀ وکتل چې يو سمندرى جهاز ترسيس ته تلو والا دے. هغۀ کرايه ورکړه او سمندرى جهاز ته وختو او ترسيس ته روان شو چې د مالِک خُدائ نه وتښتى.


کله چې پيلاطوس دا واورېدل نو هغه نور زيات يرې واخستلو.


او يشوَع وفرمائيل، ”تا ولې په مونږ داسې سخت تکليف راوستے دے؟ اوس به مالِک خُدائ په تا تکليف راولى.“ بيا ټولو خلقو عکن سنګسار کړو او مړ شو. هغوئ د هغۀ خاندان سنګسار کړل او هغوئ يې سره د هر څۀ وسوزل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan