Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يوايل 3:8 - Pakistani Yousafzai Pashto

8 زۀ به ستاسو زامن او لوڼه د يهوداه په خلقو خرڅ کړم، او هغوئ به دوئ په لرې مُلک سبائيانو باندې خرڅ کړى. ما، مالِک خُدائ دا وفرمائيل.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يوايل 3:8
12 Iomraidhean Croise  

او د سبائيانو څۀ خلقو حمله وکړه او څاروى يې بوتلل او نوکران يې په تُوره ووژل، يواځې زۀ ژوندے پاتې يم چې تا خبر کړم.“


هغۀ ته به د ترسيس بادشاهان او د لرو لرو جزيرو نه قلنګ راوړى، هغۀ ته به د شيبا او سِيبا بادشاهان تحفې راوړى.


کومو خلقو چې به په تا ظلم زياتے کولو نو د هغوئ اولاد به راځى او د عزت نه به تا ته ټيټيږى. هر چا چې ستا سپکاوے کړے دے نو هغه به ستا پښو ته ټيټيږى. هغوئ به تا ته ”د مالِک خُدائ ښار“ يا ”د بنى اِسرائيلو د مقدس ذات صيون“ نوم اخلى.


خو هر هغه څوک چې تاسو روغ تېروى هغوئ به روغ تېر کړے شى، او ستاسو ټول دشمنان به جلاوطن کړے شى. هر هغه څوک چې تاسو لوټ کوى هغوئ به لوټ کړے شى، او څوک چې په تاسو باندې حمله کوى په هغوئ باندې به حمله وکړے شى.


نو بيا يې څۀ فائده ده چې دوئ د شيبا نه ما ته عطر راوړى دى، او يا د لرې مُلکونه نه قيمتى خوشبودارې مصالحې راوړى دى. زۀ به ستاسو سوزېدونکې نذرانې نۀ قبلوم. ستاسو په قربانو زۀ نۀ خوشحالېږم.


د ګڼو خلقو شور د هغې سره نزدې وو، تر دې چې مست او عياش خلق يې د صحرا نه راوستل او هغوئ دغه دواړو خوېندو ته په مټو کښې بنګړى واچول او ښکلى تاجونه يې ورته په سر کړل.


د شيبا او د ددان او د ترسيس سوداګر او د دې ټول کليوال به تا ته وائى، ولې تۀ لوټ کولو له راغلے يې څۀ؟ ولې تا خپل لښکر د دې دپاره راغونډ کړے دے چې لوټ مار وکړى، سپين زر او سرۀ زر يوسى، چې څاروى او سامانونه يوسى او ډېر مال لوټ کړى؟


ولې زرو کسانو د يو کس نه شکست وخوړو، او ولې لسو زرو صِرف دوه کسانو نه شکست وخوړو؟ مالِک خُدائ، د هغوئ خُدائ پاک، هغوئ پرېښى وُو، خُدائ تعالىٰ د هغوئ نه مخ اړولے وو.


نو مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو ته سخت غصه شو او هغوئ يې ډاکوانو ته حواله کړل او ډاکوانو هغوئ لوټ کړل. هغۀ په هغوئ باندې ټول د خوا او شا دشمنان غالِب کړل، نو هغوئ نور د دې جوګه نۀ وُو چې خپلو دشمنانو ته ټينګ شى.


نو مالِک خُدائ هغوئ يو کنعانى بادشاه يابين ته حواله کړل، چا چې د حصور په ښار کښې بادشاهى کوله. د هغۀ د لښکر مشر سِسيرا وو، کوم چې په حروست هګوئيم کښې اوسېدو.


هغې جواب ورکړو، ”ټيک ده، زۀ به تا سره لاړه شم، خو په دې منصوبه کښې به تا ته عزت نۀ ملاويږى، ځکه چې مالِک خُدائ به سِسيرا يوې ښځې ته حواله کړى.“ نو دبوره د برق سره قادِس ته روانه شوه.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan