Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يوايل 3:6 - Pakistani Yousafzai Pashto

6 تاسو د يهوداه او د يروشلم خلق په يونانيانو خرڅ کړل او هغوئ دې د خپل مُلک نه لرى ولېږل.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يوايل 3:6
6 Iomraidhean Croise  

يونان، توبل او مسک تا سره کاروبار وکړو، هغوئ ستاسو د سامان په بدل کښې غلامان او د زېړو څيزونه درکړل.


هغوئ زما په غوره شوو خلقو په خپلو کښې پچه واچوله. او هغوئ د کنجرو حاصلولو دپاره هلکان خرڅ کړل، او د ميو څښلو دپاره يې پېغلې جينکۍ خرڅې کړې.


زۀ به ستاسو زامن او لوڼه د يهوداه په خلقو خرڅ کړم، او هغوئ به دوئ په لرې مُلک سبائيانو باندې خرڅ کړى. ما، مالِک خُدائ دا وفرمائيل.“


زۀ به يهوداه داسې راکاږم لکه څنګه چې زۀ خپله د غشى لينده راکاږم او د اِفرائيم نه به يې لکه د غشو ډک کړم. زۀ به ستا زامن، اے صيونه، د يونان د زامنو خلاف راپاروم، او تا نه به د جنګيالى تُوره جوړه کړم.


ستاسو زامن او لوڼه به نورو قومونو له غلامان ورکړے شى تاسو به همېشه هغوئ ته سترګې په لار يئ خو هيڅ به هم نۀ شئ کولے.


مالِک خُدائ به تاسو په سمندرى جهاز کښې واپس مِصر ته ولېږى، اګر چې هغۀ فرمائيلى وُو چې تاسو به هيڅکله هلته بيا نۀ ځئ. هلته به تاسو دا کوشش وکړئ چې خپل ځانونه په دشمنانو باندې غلامان خرڅ کړئ، خو هيڅ څوک به تاسو نۀ اخلى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan