Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يوايل 3:4 - Pakistani Yousafzai Pashto

4 اے د صور، او صيدا او د فلستيه ټولو علاقو، اوس تاسو سره زما خلاف څۀ دى؟ ولې تاسو ما نه د هغه څۀ بدل اخلئ چې ما کړى دى؟ کۀ تاسو داسې کوئ، زۀ به په تېزۍ او تُندۍ سره په تاسو هغه څۀ وکړم، څۀ چې تاسو کړى وى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يوايل 3:4
24 Iomraidhean Croise  

څۀ فلستيان او عرب د هغه ځائ سره نزدې اوسېدل چرته چې څۀ د ايتهوپيا خلق د سيند په غاړه دېره وُو. مالِک خُدائ هغوئ ولمسول چې د يهورام خِلاف جنګ له لاړ شى.


اے فلستيانو، په دې باندې خوشحالېږئ مۀ چې په کومه چوکه به تاسو وهل خوړل هغه ماته شوې ده، ځکه چې د دغه مار نه به زيات زهرژن مار پېدا شى، يوه داسې اژدها چې تاسو به تباه کړى.


دا هغه ورځ ده چې مالِک خُدائ به بدل واخلى، هغه کال چې د ادوم نه به د بنى اِسرائيلو بدله واخلى.


هغه به خپلو دشمنانو له د هغوئ د بدو عملونو سزا ورکړى. د هغۀ غضب به د هغۀ په مخالفينو راګزار شى. هغه به د دُنيا تر آخرى سره پورې دوئ له سزا ورکړى.


دا د مالِک خُدائ هغه کلام دے چې د فِرعون د لښکرو په غزه د حملې کولو نه مخکښې، په يرمياه نبى د فلستيانو په حقله نازل شو.


د ټولو فلستيانو د تباهۍ ورځ رارسېدلې ده او ورسره د هغوئ هم څوک چې به د صور او صيدا خلقو سره مدد کوى. مالِک خُدائ په خپله هغه فلستيان تباه کوى، هغوئ څوک چې ژوندى پاتې شوى دى او د کريت د ساحل نه راغلى دى.


د بابل نه وتښتئ، د خپل ژوند د بچ کولو دپاره منډه ووهئ، د هغۀ د ګناهونو په وجه خپل ځان مۀ مړ کوئ. دا د مالِک خُدائ د انتقام وخت دے، هغه به ورته پوره بدل ورکړى د کوم چې بابل حقدار وى.


هغوئ چې وړاندې ځى زمکه خوځيږى، آسمان لړزيږى، نمر او سپوږمۍ تيارۀ شى، او ستورى نور نۀ ‎ځليږى.


دا د تورې تيارې او غم ورځ ده، د ګڼو وريځو او تورو تيارو يوه ورځ ده. لکه څنګه چې د سحر رڼا په غرونو راخوريږى داسې يو لوئ او طاقتور لښکر راروان دے، چې داسې به نۀ پخوا چا ليدلے وى او نۀ به په راتلونکى وخت کښې کله راشى.


هغۀ وفرمائيل چې، ”افسوس اے خورازينه، په تا افسوس بيتِ‌صيدا، ځکه کومې معجزې چې په تا کښې وشوې کۀ چرې دا په صور او صيدا کښې شوې وې نو دوئ به ډېر پخوا د ځانه ټاټ تاو کړے وو او په ايرو کښې به يې توبه ويستې وه.


خو زۀ تاسو ته دا وايم چې د قيامت په ورځ به د صور او صيدا حال ستاسو د حال نه ښۀ وى.


افسوس دې وى په تا اے خورازينه، افسوس دې وى په تا بيتِ‌صيدا، ځکه کومې معجزې چې په تا کښې وشوې کۀ چرې دا په صور او صيدا کښې شوې وې نو دوئ به ډېر پخوا د ځان نه د ټاټ جامې تاو کړې وې او په ايرو کښې به ناست وُو او توبه به يې ويستې وه.


خو د قيامت په ورځ به د صور او صيدا حالت ستاسو نه ډېر غوره وى.


نو ولې خُدائ پاک به د خپلو غوره شوو دُعا نۀ اورى څوک چې ورته شپه او ورځ زارى او مِنت کوى؟ ولې هغه به د دوئ په مدد کولو کښې ډېر وخت ولګوى؟


هغه په زمکه راپرېوتو او يو آواز يې واورېدو چې ورته يې ووئيل، ”ساؤله، ساؤله، تۀ ما ولې زوروې؟“


مالِک خُدائ فرمائى چې بدل اخستل زما کار دے، بدل به زۀ اخلم. نو هغه وخت به راشى چې هغوئ به راوغورزيږى، او د هغوئ د تباهۍ ورځ نزدې ده.


ځکه چې خُدائ پاک اِنصاف کوونکے دے، هغه به هغوئ نه ستاسو بدل واخلى څوک چې تاسو له تکليف درکوى.


بيا اِفتاح د عمون بادشاه له پېغام وړُونکى ولېږل چې ورته ووائى، ”تۀ زمونږ سره څۀ لانجه لرې؟ تا زمونږ په مُلک باندې ولې حمله کړې ده؟“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan