Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يوايل 3:3 - Pakistani Yousafzai Pashto

3 هغوئ زما په غوره شوو خلقو په خپلو کښې پچه واچوله. او هغوئ د کنجرو حاصلولو دپاره هلکان خرڅ کړل، او د ميو څښلو دپاره يې پېغلې جينکۍ خرڅې کړې.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يوايل 3:3
8 Iomraidhean Croise  

تاسو به يتيمان هم خرڅ کړئ، او تاسو به د خپل دوست په سر هم پېسې واخلئ.


يونان، توبل او مسک تا سره کاروبار وکړو، هغوئ ستاسو د سامان په بدل کښې غلامان او د زېړو څيزونه درکړل.


اے شرابيانو، ويښ شئ او وژاړئ، اے مے څښونکو، تاسو ټول افسوس وکړئ، د نوؤ ميو په وجه افسوس وکړئ، ځکه چې دا ستاسو د شونډو نه راښکلے شول.


مالِک خُدائ داسې فرمائى، ”د بنى اِسرائيل خلقو بار بار ګناه کړې ده، نو زۀ به هغوئ د سزا نه بغېر پرې نۀ ږدم. ځکه چې هغوئ صادقان خلق په سپينو زرو او غريبانان په يو جوړ څپلو خرڅوى.


په هغه ورځ تۀ لرې ولاړ وې کله چې غېر مُلکيان د هغۀ دروازو ته ورننوتل او د هغۀ نه يې مال دولت يوړلو، او د يروشلم د تقسيمولو دپاره يې پچه واچوله. نو تا په هيڅ نۀ کولو داسې رويه خپله کړې وه لکه چې تۀ هم د بنى اِسرائيلو دشمن يې.


خو اوس هغه ونيولے شوه او جلاوطنه کړے شوه. د هغې بچى د هرې کوڅې په سر کښې ټوکړې ټوکړې شُو. د غلامۍ دپاره د هغې په مشرانو پچه واچولے شوه، او د هغې ټول مشران په زنځيرونو وتړلے شُو.


او ورسره د دارچينى، مصالحې، خوشبويۍ عطر، د مُر چيړ، لوبان، مے، تېل، خاص مېده، غنم، او څاروى، ګډې، آسونه، جنګى ګاډۍ، غلامان او جنګى قيديان.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan